د بلخ امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې په مزار شریف ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.
د بلخ امنیه قومندان، عبدالرحمن رحیمي وايي، دا ځانمرګی برید نن له غرمې مخکې په مزار شریف ښار کې هغه مهال وشو، چې مرستیال والي، محمد ظاهر وحدت له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و. هغه زیاته کړه، محمد ظاهر وحدت له دغې پیښې روغ وتلی دی.
د رحیمي په وینا، د پیښې ټپیان په سیمه کې نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي دي. د طالبانو په ګډون کومې ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.