د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته اعلان وکړ چې د رایو د بیاڅیړنې بهیر د نړیوالو او اشرف غني احمدزي څارونکو په شتون کې په رسمي توګه پیل شو.
ټاکل شوې وه چې دا بهیر د سهار په اوو بجو پیل شي، خو د اوو ساعتونو لپاره وځنډول شو.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکي د نظر د توپیر له امله په دې بهیر کې شتون نه درلود.
ښاغلي نور وايي چې د رایو ۱۹۹۰۰ بکسې کابل ته رارسیدلې دي او پاتې بکسې به هم ډیر ژر راورسیږي.
له دې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، احمد یوسف نورستاني هم اعلان کړی وو چې د رایو د بیا څیړنې بهیر به د یکشنبې په ورځ د سهار په اوو بجو پیل شي، خو دا بهیر له اوو ساعتونو ځنډ سره مخ شو.