دواړه ټاکنیزې ډلې وايي چې د دواړو نوماندانو تر منځ هوکړه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځته شوې، او هیڅ وخت د بدلیدو وړ نه ده، او د رایو بیاڅیړنه او د ملي یووالي حکومت د جوړولو پریکړه به هم بدله نشي. یو شمیر څارونکي بنسټونه دا سیاسي هوکړه د بحران نه وتو لاره بولي
د دواړو نوماندانو ترمنځ د رايو د شميرلو پر سر د نظر اختلاف ظاهرا د دواړو نوماندانو ترمنځ د موافقې په اړه هم يو لړ پوښتنې رامنځته کوي.
خو اوس د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ټاکنيزې ډلې وايي دغه موافقه بنسټيزه او د بدليدو وړ نه ده.
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي د دواړو نوماندانو ترمنځ د نظرهر اختلاف د دواړو نوماندانو ترمنځ پر سياسي موافقې اغيزه نشي کولای او د رايو د سل په سلو شميرلو او د پايلو له اعلان وروسته د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په اړه د نوماندانو هوکړه نه بدليدونکې او پياوړې ده.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې د ویاند مرستیال، طاهر ظهیر وايي، "هغه هوکړه چې د جان کیري په منځګړیتوب او د ملګرو ملتونو په شتون کې د دواوړ نوماندنو تر منځ وشوه، سل سلنه وروستۍ، غښتلې او بدلیدو وړ نده. په دوه ټکو، یانې د سل سلنه رایو بیاڅیړنه، او د پایلو له اعلان نه ورسته د ملي یوووالي حکومت په رامنځته کولو هوکړه شوې."
له بلې خوا د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله دا يوه ستراتيژيکه موافقه بولي چې د نړيوالې ټولنې لخوا يې تضمين شوی دی.
د نوموړې ډلې په باور د دې سياسي هوکړې له مخې به راتلونکی حکومت جوړ شي، دغه ډله د نوموړې هوکړې د ماتيدو په اړه هره ادعا د داسې کسانو لخوا ګني چې د دواړو نوماندانو ترمنځ له هوکړې خبر نه دي.
د عبدلله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، سید آقا فاضل سانچارکي وايي، "د دې هوکړې په اړه زمونږ لیدلوری اوږد مهاله او سټراټیژیکه دی، لومړی باید د ټاکنو پایلې مالومې شي، مونږ نه غواړو چې دا بهیر بې باوره شي، خو د ټاکنو پایله چې هر څه وي دا سیاسي هوکړه پر ځای ده، او د دې په بنسټ به سیاسي جوړښت رامنځته شي. د نظرونو توپیر او ناسم تعبیر به د دې هوکړې په برخلیک هیڅ ډول اغیزه ونلري."
پر ټاکنو يو شمير څارونکې ادارې د دواړو نوماندانو ترمنځ خبرې د دغې موافقې د لازياتې پياوړتيا لپاره ګڼي.
فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي که څه هم د نوماندانو ترمنځ د نظر اختلاف او يوې ګډې پايلې ته رسيدل به له ستونزو سره مخامخ وي، خو شته ضمانتونه ددغې موافقې د پلي کيدو تضمينونکي دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر، نادر نادري په دې اړه وايي، "د دې لپاره چې د دواړو نوماندانو د سیاسي بحران نه وتل ډیر اړین دي، او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره یواځینۍ لاره سیاسي هوکړه ده."
د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ سياسي خبرې روانې دي او دغو نوماندانو تراوسه دوه ځله له يو بل سره کتلي دي، ظاهرا د نوماندانو ترمنځ موافقه داسې پايلې ته رسيدلې چې عبدالهد عبدالله وايي که نوموړی يا اشرف غني احمدزی په ټاکنو کې بريالی شي دواړه به په ګډه د افغانستان لپاره کار وکړي.