د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له نړیوالې ټولنې، نوماندانو او د ټاکنو په بهیر کې د ګډو بنسټونو نه غواړي ژر تر ژره د رایو د باطلیدو تګلاره تصویب او پلي کړي.
دا بنسټ وايي چې د دې تګلارې په پلي کیدو سره به د ټاکنو پایلې څرګندې شي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې د ملګرو ملتونو له لورې د رایو د باطلیدو په اړه د دې تګلارې د پلي کیدو سره ستونزه نلري.
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله بیا وايي چې تر هغه دمه چې د دې دلې نظرونه په دې تګلاره کې ګډ نشي دا تګلاره به وروستۍ نشي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارلانشا مرستیال، ولید اکبر سروري وايي، "د ټاکنیز بحران د اواري او د دې بهیر په وړاندې د شته ننګونې نه د بهر وتلو لپاره، دا تګلاره باید ژر تر ژره تصویب شي تر څو د بیاڅیړنې د بهیر پایله روښانه شي."
همداراز د اشرف غني احمدزي د ډلې د فني برخې چارواکی، داود سلطان زوی هم د دې تګلارې د منلو په اړه داسې وايي، "مونږ دا بهیر پیل کړ، بهیر خپل ځانګړی سیسټم لري، که د چا خوښه وي او کنه وي دا یو منل شوی سیسټم دی، کومه ډوډۍ نه ده چې په کاچوغې سره په زور د چا په خوله کې ورکړل شي. مونږ حق لرو چې په دې بهیر کې د څارونکي په توګه ګډون وکړو، که څوک ګډون نکوي او خپل حق نه کاروي، په زوره مونږ د هغوی حق په کاچوغې سره هغوی ته نشو ورکولای."
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې غړی، احمد بشیر فاروق وايي، "په تیرو دوو ورځو کې چې مو له نړیوالې ټولنې سره خبرې اترې کړې، زمونږ هیله مندي زیاته شوې چې هغوی به په دې اړه فکر وکړي، او وروسته له غور او فکر نه به زمونږ وړاندیزونه له پامه ونه غورځوي، او که چیرې داسې وکړي نو مسوولیت به د هغوی په غاړه وي."
ټاکل شوې ده چې د رایو د بیاڅیړنې بهیر د شنبې په ورځ بیرته پیل شي.