په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي د دفتر ویانده وايي چې د بیاڅیړنې بهیر به دوام ومومي، خو د یوې اطلاعاتي زیرمې له جوړیدو وروسته به د رایو د باطلولو او قرنطین بهیر پیل شي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې ملګرو ملتونو د هغوی ډیری غوښتنې د رایو د باطلولو په لایحه کې ځای پر ځای کړي دي، او د رایو باطلول به د همدې لایحې پر بنسټ مخکې لاړ شي.
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله هغه لایحه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او یوناما په ګډه خبري غونډه کې اعلان شوه، پلي شوې ګڼي او په دې لایحه کې نوي بدلونونه نه مني.
د یوناما ویانده، نیلاب مبارز وايي، "د رایو باطلول او شمیرنه به د همدې اونۍ په پای کې د تخنیکي ډیټابیس له جوړیدو سره پیل شي."
نیلاب مبارز زیاتوي، "د خیالي محلونو په اړه چې د عبدالله عبدالله ډلې اندیښنه درلوده، یوناما یو وار بیا ټینګار کوي چې د خیالي محلونو یوه رایه به هم ډیټابیس کې ثبت نشي، خو که د رایو د بیاڅیړنې په دې ترڅ کې کوم جدي ټکی رامنځته شو، چې د رایو د باطلولو به لایحه کې یې په اړه څرګندونه نه وي شوې، دا بنسټ به د دواړو ټاکنیزو ډلو په سلا سره د هغه ټکي په اړه فکر وکړي."
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په دې اړه خوښبینه ده چې د هغوی غوښتنې د ملګرو ملتونو له لورې منل شوې دي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې مشر، فضل احمد معنوي وايي، "دا د خوښې ځای دی چې زمونږ یو لړ غوښتنې منل شوې دي او دا د یوناما په خبرپاڼه کې هم خپرې شوې دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې دوام ومومي، او د دې اونۍ تر پایه به دا لایحه پلي نشي. پنځه غوښتنې مو درلودې چې دوه دری یې منل شوې دي، او د یو دوه موضوعګانو په اړه ژمنې شوې دي. نو ځکه مو پریکړه وکړه چې د بیاڅیړنې بهیر دوام ومومی."
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې پنځه غوښتنې چې غوښتل یې د رایو د باطلولو په تګلاره کې ګډې شي په لاندې ډول دي.
۱: هر کله چې د رایو ورکوونکو نوملړ شتون ونلري او یا هم سپین وي، یا هم د رایې ورکوونې د کارت لس شمیرې په نوملړ کې په مسلسله توګه لیکل شوې وي او همداراز ۹۰ سلنه رایې د یو نوماند په ګټه کارول شوې وي.
۲: که چیرې د لومړي پړاو په پرتله په دوهم پړاو کې د یو محل د رایو شمیرې له ۱۰۰ سلنه نه زیاتې وي او ۹۰ سلنه یې د یو نوماند په ګټه وي او همداراز د تګلارې یو بل معیار هم پکې شتون ولري.
۳: هر کله چې د یو بکسې رایې ۶۰۰ یا هم له دې نه زیاتې وي او همداراز د تګلارې یو بل معیار هم پکې شتون ولري.
۴: هر کله چې د خیالي محلونو رایې په سیسټم کې ثبت شوې وي او بکسې په عملي توګه شتون ونلري.
۵: د بکسو ورکیدل د منلو وړ نه ده، او د دې بکسو رایې باید په شمیرنه کې ونشمیرل شي.
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې هغوی ته هغه لایحه د منلو وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې اعلان شوه.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې ویاند، طاهر زهیر وايي، "د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ۳۰ شمیره پریکړه چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو او د کمیسیون په ګډه غونډه کې اعلان شوه د باور وړ ده، او که چیرې په تیاره کې د ملګرو ملتونو او د سیالې ډلې تر منځ کومه پریکړه شوې وي مونږ ته د منلو وړ نه ده."
تر دې دمه د رایو د باطلولو تګلاره نه ده پلي شوې، وبه لیدل شي چې دا لایحه په څه ډول پلي کیږي.