د رایو بیا څیړنې بهیر چې د چهارشنبې په ورځ د دې لپاره ودرول شوی وو، تر څو د ولسمشرۍ دواړه نوماندان د رایو د باطلیدو د تګلارې په اړه هوکړې ته ورسیږي، د پنجشنبې په ورځ بیرته پیل شو.
دواړه خواویې د رایو د باطلیدو د اصولو په اړه هوکړې ته رسیدلي دي، خو له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د بیاڅیړنې په بهیر کې مرسته وکړي تر څو دا بهیر اوږد نشي.
د یادې موضوع سره سره بله موضوع چې د بیاڅیړنې په بهیر کې د ځنډ لامل شوی وو، د عبدالله عبدالله یو بهرنی څارونکی وو، چې د بیاڅیړنې پر مهال یې بشپړ اسناد نه درلودل.
که څه هم دا بهیر ډیر ټکنی روان دی خو دواړه ټاکنیزې ډلې د بهیر د راتلونکو پایلو په اړه خوښ دي او وايي چې د بهیر پڅتیا اړینه نه، بلکه روڼتیا اړینه ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور د پنجشنبې په سهار وویل چې د ۱۹ ولایتونو د رایو بکسې کابل ته رارسیدلې دي، چې د ټولو رایو بکسو (۲۲۷۷۸) ۶۰ سلنه جوړوي.
نوموړي زیاته کړه چې د بیاڅیړنې د بهیر له پیل راهیسې ۱۰۲۷ بکسې څیړل شوي دي.
ښاغلی نور محمد نور وايي، د روژې مبارکې میاشت پای په نږدې کیدو سره به د ټاکنو خپلوا کد بیا څیړنې د ډلو شمیره زیاته کړي، تر څو دا بهیر په چټکه توګه پر مخ لاړ شي.
د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د بیاڅیړنې بهیر د دوهم ځل لپاره د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ د سه شنبې ورځې د ستونزې له کبله وځنډول شو.
ویل کیږي چې بهیر د عبدالله عبدالله د بهرني څارونکي د شتون له کبله چې بشپړ اسناد یې نه درلودل وځنډول شو.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیره ډله وايي چې د عبدالله عبدالله یو بهرني څارونکي چې د څارنې کارټ یې نه درلود، ملګرو ملتونو ته ناسم مالومات ورکول، چې وروسته بیا د امنیتي چارواکو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له دفتر نه بهر وایستل.
د عبدالله ټاکنیزه ډله یاد تورونه ردوي.