په تيرو شپږو ورځو کې يو ځل د رايو د څيړلو بهير د څيړنو په اړه د نظر د اختلاف له امله ودرول شو، له همدې امله څارونکي انديښمن دي که د رايو د څيړلو تګلاره او د رايو د باطليدو معيارونه وروستي نشي دغه بهير به يو ځل بيا له ستونزو سره مخامخ شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال له دواړو نوماندانو غواړي چې دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي، ځکه چې د دې بهیر غځیدل د بیاڅیړنې په بهیر ننګوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال، عبدالرحمان هوتکي وايي، "مونږ تیره ورځ دواړو ټاکنیزو ډلو ته لیکونه واستول چې په بیړه سره د بیا څیړنې په تګلارې هوکړه وکړي. پرته له دې کمیسیون اړ دی چې د دې بنسټ په پخوانی تګلارې مخکې لاړ شي او یا هم دا بهیر ودروي."
د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله د خپل سيال ټاکنيزه ډله د دې تګلارې د وروستي کيدو په کار کې په وخت تيرولو تورنوي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې ویاند، مجیب الرحمن وايي، "مونږ له لومړی ورځې دا منلي وو، او خپلې سیالې ډلې ته په تمه یو چې د بیا څیړنې تګلاره لاسلیک کړي."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي د سه شنبې ورځې ترپايه به دغه تګلاره وروستۍ شي.
د اشرف غني احمدزي د ډلې غړی، داوود سلطان زوی وايي، "نن به دواړه نوماندان د دې بیا څیړنې د تګلارې په اړه هوکړې ته ورسیږي، خو که چیرې رایې باطلیږي باید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له اصولو سره باطلې شي، او په دې کار کې باید سیاسي او سیمه ایز توپیر شتون ونلري."
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د برنامې مشر، محمد نعیم اصغري وايي، "ټاکنې د دې په څنګ کې چې ملي بهیر دی یو نړیوال حقیقت دی. د ازادو او عادلانه ټاکنو تر سره کیدل باید نړیوالو معیارونو سره سم تر سره شي، نه د شخصي او بیلا بیلو ډلو د غوښتنو پر بنسټ."
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی هم وايي د دغې تګلارې په اړه د دواړو نوماندانو موافقه نږدې شوې ده.
"د بحث وړ بل معيار دا دی چې کومې رايې د رايو د څيړلو د معيارونو د نوملړ له مخې باطلې شي او کومې رايې باطلې نشي، هماغه شان چې ما نن له دواړو نوماندانو سره خبرې وکړې په دې اړه يوې موافقې ته د رسيدو لپاره ډير لږ د نظر اختلاف شتون لري."
ويل کيږي چې د پرلپسې شميرو او يو شان نښو د رايو د پاڼو شتون د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ د نظر جدي اختلاف دی.
ويل کيږي چې د رايو د څيړلو په شپږو ورځو کې تراوسه د رايو څه د پاسه 600 صندقونه څيړل شوي دي، له دې امله د رايو د څيړلو او باطلولو په اړه موافقه په ټاکلي وخت د رايو د شميرلو لپاره يوه جدي اړتيا ګڼل کيږي.