د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د آقچې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو دوو ملګرو سره په یو لړ عملیاتو کې نیول شوی دی.
د جوزجان امنیه قومندان وايي، قاري جاوید تیره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو پر مهال د آقچې ولسوالۍ په کمک عمر کلي کې ونیول شو.
نوموړی وايي، چې قاري جاوید په قاري شفیع هم مشهور دی او د عملیاتو پر مهال ګډو ځواکونو دده دوه ملګري هم نیولي دي.
د یادونې ده، څلور میاشتې وړاندې د فیض آباد ولسوالۍ په کوکل کلي کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې هم اتلس وسله وال و وژل شول او نهه نور ژوندي نیول شوې و.