د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د یکشنبې په ورځ کریم خلیلي ته منصوب یوه غږیځه فیته خپره کړه. د دې غږیځې فیتې په اوږدو کې راغلي چې د یوې ځانګړې ډلې د بریا لپاره ډیرې هڅې روانې دي، او ولسمشر، ټاکنیزه کمیسیونونه، او نړیواله ټولنه له دې موضوع نه ملاتړ کوي، خو د محمد کریم خلیلي د دفتر مسوول دا غږیزه فیته جعلي بولي.
په دې فیته کې اوریدل کیږي چې کریم خلیلي په یوه غونډه کې د خپل حزب یو شمیر غړو او د اشرف غني احمدزي دوهم مرستیال ته له ټاکنو نه مخکې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې بریا په اړه هغوی ته مبارکي وايي. همداراز د غږیځې فیتې په بله برخه کې ویل شوي چې د ټاکنو د دوهم پړاو غفلت باید تکرار نشي، ځکه چې دا غفلت زمونږ سیاسي ځایګاه ته زیان رسوي.
د دې فیتې په یوه برخه کې د ولسمشر دوهم مرستیال ته منصوب غږ وايي، "زه غوښتنه کوم چې د دوهم پړاو په ټاکنو کې د یو کره او عاقلانه جهادي خوځښت په وړاندې کولو سره برخه واخیستل شي او د لومړي پړاو غفلت او فاجعه باید جبران شي. د هرې وسیلې سره چې وي د ملاتړ کیدونکي ټیم په ګټه باید کار وشي. انشالله بریا ستاسو د ټیم ده او د ستاسو د ملاتړ نوماند به بریالی کیږي."
په بله برخه کې داسې ویل کیږي، "ما د افغانستان له ولسمشر او نړیوالو ملګرو سره خبرې کړې، هغوی مونږ سره ژمنه کړې چې په هره وسیله او هر فرصت کې باید د دې ټیم به ګټه کار وشي. حتی که دا فرصتونه او وسیلې د ټاکنو د کارونو خلاف هم وي"
په دې غونډه کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې مسوول، نصر الله بریالی ارسلايي وویل، "د درغلیو مثلث، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو، سیالې ډلې، او د ولسمشرۍ ماڼۍ نه جوړ شوی، بشپړ شو. مونږ تل فریاد کړی چې دوی په درغلیو کې لاس لري."
له دې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا مشر، ضیا لحق امرخیل، د پکتیکا او وردک واليان، د اشرف غني احمدزي د ډلې ځینې غړي، او څو نور تنه د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې دلې له لورې په درغلیو تورن شوي.