د رایو د بیا څیړنې بهیر نن د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د څارونکو په شتون کې بیا پیل شو، که څه هم نن د دواړو نوماندانو څارونکي په دې بهیر کې شتون درلود، خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې یو شمیر غړي وايي چې د رایو د باطلولو د لایحې په اړه لا هم د نظرونو توپیر شتون لري.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د فني برخې غړی، فضل احمد معنوي وايي، "لا هم زمونږ غوښتنو ته رسیدنه نه ده شوې، او لا هم د رایو د باطلولو د لایحې په اړه د نظرونو توپیر شتون لري، خو ملګرو ملتونو مونږ سره ژمنه کړې چې تاسو د بیاڅیړنې بهیر کې ګډون وکړی او د روانې اونۍ تر پایه به ستاسو غوښتنو ته رسیدنه وشي."
همداراز د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله هم په دې بهیر کې د عبدالله عبدالله د ډلې له ګډون نه خوښه ده.
د اشرف غني احمدزي ډلې غړی، حلیم فدایي وايي، "مونږ د ډاکټر عبدالله عبدالله له څارونکو بیا ګډون نه ستاینه کوو، خو هغوی ته دا وینا لرو چې خدای دې د هغوی غوښتنې پوره کړي."
په داسې حال کې چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د د رایو د باطلولو د لایحې د نه وروستي کیدو په اړه خبرې کوي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا لایحه وروستۍ بولي.
د ټاکنو دخپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور وايي، "د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د رایو د بیاڅیړنې او باطلولو لایحه وروستۍ ده."
په رایو پاڼو کې د یو شان نښو، د رایو په یوه بکسه کې د یو نوماند په ګټه د شپږ سوو یا نږدې شپږ سوو رایو کارونه، د لومړي او دوهم پړاو رایو تر منځ د څو سلنه توپیر هغه اختلافات دي چې لاهم دواړه ټاکنیزې ډلې یې په اړه هوکړې ته نه دي رسیدلي.