د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړي د جمعې په ورځ په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې کې د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې وغوښتل چې نه باید بهرني فشار سره په راتلونکي حکومت کې ګډونکی شي.
ښاغلی مسعود ټینګار کوي چې "د ولسمشرۍ څوکۍ سره هر موازي قوت" به هیواد بې ثباته کړي.
ښاغلي احمد ضیا مسعود زیاته کړه چې ټاکنې به یو ګټونکی ولري، او د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې غواړي چې په دې بهیر کې د پاتې کیدو په ترڅ کې باید د اجرایي ریاست څوکۍ تر لاسه کړي او باید په اپوزیسیون کې پاتې شي.
په تیرو ورځو کې ټاکنیزې ستونزې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیوچارو وزیر په منځګړي توب تر یوې کچې اوارې شوې وې، خو د اشرف غني احمدزي د ډلې دا لوړ پوړی چارواکی ټول دا فشارونه بهرني بولي او دا کار د افغانستان د خلکو د هیلو په خلاف بولي.
احمد ضیا مسعود په دې باور دی چې دعبدالله عبدالهو ټاکنیزه ډه ملي ترکیب نلري او له دغې ټاکنیزې ډلې غواړي چې په راتلونکي حکومت کې بهرني فشارونه زیات نکړي.
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د رامنځته کیدو پر سره هوکړه کړې ده او په دې وروستیو کې ډیرو افغان او بهرنیو چارواکو د افغانستان د ټاکنیزې ستونزې د اوارۍ یواځینې لاره د ملي وحدت حکومت جوړیدل بولي. د افغانستان د خلکو هیلې دادي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژر روښانه شي او افغانستان باید بیا ځلې له کړکیچ سره مخامخ نشي.
تر دې وړاندې اشرف غني احمدزي ویلي وو چې د بریا په صورت کې به احمد ضیا مسعود ته اجرايي چوکۍ ورکړي.