سیمه ایز چاروکي وايي، چې په نورستان ولایت کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوې دي.
دوی وايي، دا پیښه نن سهار په چپه دره ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو موټر د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.
ددوی په وینا، د پیښې قربانیان سیمه ایز روغتون ته لیږدول شویدي. تراوسه پورې کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.