Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول
Print
Print

د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول

سه شنبه ۱۲ لیندۍ ۱۳۹۲
لیکوالTOLOnews.com

د وردګو ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پولیسو څلور افسران وژل شوې او اولس نور امنیتي سرتیري ټپیان دي.

د وردګو د ولایت مقام په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې یوه برید کونکي د نرخ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مخکې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

د وردګو د والي ویاند، عطاالله خوګیاني وویل:«د نرخ ولسوالۍ د پولیسو د امنیه قومندانۍ ودانۍ په دغه برید کې زیانمنه شوې او د څلورو ټپیان روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.» په همدې حال کې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه اخستی دی.

له بلې خوا په ننګرهار ولایت کې د بم چاودنې له امله اته محصلین ټپیان شوې دي. د ننګرهار د والي ویاند، احمد ضیا عبدالزي وویل، دا چاودنه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځۍ د موټرو په تم ځای کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. ده وویل، چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوې و.

ښاغلی عبدالزی زیاتوي، د پیښې قربانیان ولایتي روغتون ته لیږدول شوې دي. دده په وینا، پولیسو د موټر سایکل خاوند نیولی دی. تراوسه کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخستی.


اړوند خبرونه

  • سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې
    کب 16, 1392
    نورهم ولی...
  • د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول
    کب 3, 1392
    نورهم ولی...
  • په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي
    سلواغه 7, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه
anadolu casino - agario unblocked grandpashabet

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې