د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د احتمالي کاندیدانو د لومړي نوملړ تر اعلانیدو وروسته اوس د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ولسمشرۍ له نوماندانو غواړي چې د هیواد د اوسنیو ننګونو څخه د ولس د ژغورنې لپاره دې خپلې تګلاره روښانه کړي.
دغه بنسټ وايي، ښايي د ولسمشرۍ ځینې نوماندان ښې تګلارې ولري، خو که سره له اوسه خپلې کړنلارې له خلکو او مدني ټولنو سره شریکې نکړي، ښایي د بریالیتوب چانس له لاسه ورکړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ریس، نادر نادري وايي:«د افغانستان د ژغورنې او د سالمې رهبرۍ لپاره اړتیا ده څو اوسني نوماندان خپل بحثونه پیل کړي او د هیواد د راتلونکي په اړه خپلې کاري کړنلارې او لیدلوري خلکو ته روښانه کړي.»
ددې بنسټ په باور، که څه هم د ټاکنو په قانون کې د ټاکنیزو منډو ترړو نیټه په ډاګه نه ده، خو که چیرې کاندیدان سره له اوسه د خپلو کړنلارو په اړه خلکو ته مالومات ورنکړي، نو فرصت به یې له لاسه ووځي.
په همدې حال کې د مدني ټولنې یو فعال، اجمل بلوچ زاده وايي:«دمګړۍ افغانان له ډیرو ستونزو سره مخ دي، ناامني، بې وزلي، د بشري حقونو نقض کیدل، کډوالي او تاوتریخوالی د دغو ستونزو ښې بیلګې دي چې باید پاملرنه ورته وشي، که چیرې دغه ستونزې هوارې نه شي او راتلونکی حکومت د افغانانو د ستونزو په هوارولو ونه توانیږي، له شک پرته ولس به پر راتلونکي ناهیلي کړي.»
د ولسمشرۍ نوماندان کولی شي د دلوې میاشتې له دیارلسمې تر حمل پورې خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته دوام ورکړي او د ولایتي شوراګانو کاندیدان د کب له دیارلسمې د وري تر میاشتې پورې انتخاباتي کمپاینونه ترسره کړي.