د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال وايي چې د اشرف غني احمدزي ډله نه غواړي چې هغه هوکړه چې د دواړو اړخونو تر منځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر منځ وشوه، لاسلیک کړي.
محمد محقق وايي چې د هوکړې نه د ۲۲ ورځو په تیریدو سره سره هم د بدلون او پایښت ډلې دا هوکړه لا نه ده لاسلیک کړې.
په همدې حال کېد اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې د هغوی ډله دې هوکړې ته ژمنه ده.
محمد محقق وايي، "کله چې مونږ دې هوکړې ته ورسیدو نو سیالې ډلې دا زمونږ بې وسي وګڼله او په دې آند شوه چې مونږ دوهم کس یو، په داسې حال کې چې مونږ دا هیڅ وخت نه منو چې مونږ دوهم کس یو، اوس چې د دې هوکړې نه ۲۲ ورځې تیریږي د بدلون او پایښت ډلې دا هوکړه نه دا لاسلیک کړې."
محمد محقق زیاته کړه، "مونږ په ټاکنو کې د سترو درغلیو ادعا لرو، باید زمونږ دا ادعا وڅیړل شي. یو متل دی چې وايي چې غل نه یې پاچا نه مه ویریږه هم دغسې چې درغلۍ نه وي شوې، له بیاڅیړنې مه ویریږه."
په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وايي چې دا ډله خپلو ژمنو ته ژمنه ده.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډلې غړی، طاهر زهیر وايي، "تر هغه دمه چې د بیاڅیړنې بهیر پای ته ونه رسیږي که مونږ د دې هوکړې د جزیاتو په اړه مالومات ورهم کړو، مانا نلري."
لیدل کیږي چې د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ ترینګلتیاوو د ټاکنو د څار ادارې هم اندیښمنې کړې.
د فیفا مشر، محمد یوسف رشید وايي، "مونږ د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غواړو چې د دې هوکړې په اړه له تناقصي ویناوو ډډه وکړي، او د دې هوکړې جزیات خلکو ته روښانه کړي."
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په راتګ سره ټاکنیز بندون مات شو، او دواړو نوماندانو هوکړه وکړه چې د ملي یو والي حکومت به رامنځته کوي.