د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون د جمعې په ورځ وویل، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه د شکایتونو د ثبت کولو نیټه پایته ورسیده او دغه کمیسون به د شنبې په ورځ د ور ورسیدلو شکایتونو څیړل پیل کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون وايي، چې ملي او نړیوال څارونکي، سیاسي ګوندونه، رسنې او مدني ټولنې کولی شي د شکایتونو د څیړنې د بهیر څارنه وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون غړی، ،نادر محسني وايي:«د شکایتونو د ثبتیدو د نیټو تر پایته رسیدو وروسته به دغه کمیسون د شلو ورځو لپار د تقسیم اوقام او د قانون په اساس د احتمالي کاندیدانو په اړه ترلاسه کړې شکایتونه څیړي، موږ د شنبې په ورځ لومړنۍ څیړنې پیل کړو او وروسته به په ښکاره د ټولو شکایتونو د څیړنې بهیر پیل شي.»
نادر محسني زیاتوي:«د قانون له مخې رسنۍ، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، ملي او نړیوال څارونکي ددې بهیر څارنه کولی شي.»
له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، د قانون په اساس د ولسمشرۍ نوماندان د لړم تر شلمې پورې وخت لري چې له خپلې نوماندۍ د کوم بل نوماند په ګټه تیر شي او یا خپل مرستیالان بدل کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارلانشاه ریس، ضیاء الحق امرخیل وايي:«د ټاکلي مهالویش له مخې د ولسمشرۍ نوماندان کولی شي د لړم تر شلمې نیټې پورې له خپلې نوماندې څخه د کوم بل کاندید په ګټه تیر شي او یا هم خپلو مرستیالانو ته بدلون ورکړي.»