د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې ټاکنو د امنیتي ځواکونو یوه لویه برخه ځانته ځانګړې کړې او د دې بهیر په اوږدیدو سره حتی د جرمونو کچه د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې لوړه شوې ده.
د ټاکنو د بهیر غځیدل د افغانستان په نظامیانو او ملکیانو، سوداګرو او د سړک غاړې پلورونکو، ټول له ننګونو سره مخ کړي. روان کال د ټاکنو بهیر غځیدل له وران کارو سره هم مرسته کړې، تر څو دوی په ډیرو جرمونو لاس پورې کړي. تیره اونۍ د کورنیو چارو د وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې معینیت اعلان وکړ چې د تیر کال په پرتله د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د جرمونو کچه لوړه شوې.
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال، نجیب الله دانش وايي، "د ټاکنو د بهیر له پیل نه تر پایه پورې پولیس په تیارسی حالت کې وو. پولیس په بیلا بیلو، لکه د رایې اچوونې مرکزونو، د رایو پاڼو او داسې نورو برخو د امنیت په تینګښت کې بوخت وو، او دې حالت پرته له شکه خپله اغیزه درلوده. هر وخت چې ټاکنې یوې پایلې ته ورسیږي، نو پولیس به هم دا فرصت ومومي چې جرمې قضیو ته پام وکړي."
د ټاکنو د څار ادارې په دې باور دي چې که چیرې دا ځل هم ټاکنیز مهال ویش نه سرغړونه وشي، نو خلک به په ټاکنو باور له لاسه ورکړي.
د فیفا بنسټ ویاند، فهیم نعیمي وايي، "که چیرې دا بهیر په همدې توګه په مخ لاړشي او هر ځل وځنډول شي، او اعلان وشي چې هوکړه نه ده شوې، پرته له شکه دا بهیر به ډیره زیاته موده ونیسي."
ټاکل شوې وه چې د رایو د بیاڅیړنې بهیر په دریو اونیو کې پای ته ورسیږي، خو د دې بهیر د نیمې مودې په تیریدو سره سره هم یواځې نږدې ۱۰ سلنه رایې بیا څیړل شوې دي.