ډاکټر اشرف غنی احمدزی دجوزجان خلکو سره ژمنه کوی چی په جوزجان ولایت کی به دګازو دچاڼ یو ستر مرکز جوړ کړی. ښاغلی احمدزی چی په جوزجان ولایت کی دخپلو پلویانو په منځ کی خبری کولی وویل چی دجوزجان ګاز به دشمال سربیره ټول افغانستان ته ګاز ورکړی.
اشرف غني احمدزي د خپلو پلويانو په ټول کې دوي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له هر څاڅکي اوبو څخه به ساتنه وکړي.
ښاغلي غني وویل، "د جوزجان بزګرو او پیشه ورو ته مو دا پیغام دی چې د آمو اوبه به وګرځول شي تر څو جوزجان په خپلو پښو ودریږي. مونږ عجبه هیواد یو، چې خپلې اوبه نه شو راټولولی. زمونږ لومړۍ اراده د شمال د اوبو راګرځول او کارول دي."
د ولسمشرۍ دغه نوماند د جوزجان ولايت له اوسيدونکو سره ژمنه کوي چې په دغه ولايت کې د بريښنا او د ګازو توليد به په خپل کاري لومړيتوب کې ولري او په دغه ولايت کې به د ګازو يو لوي چاڼ ځاي جوړ کړي.
له بلې خوا د اشرف غني احمدزي لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم د سيلاونو له امله د جوزجان ولايت د اوسيدونکو د رايو د کابو اويا زره کارتونو د له منځه تلو په اړه انديښنه څرګندوي خو خلکو ته وايي په دغو ټاکنو کې دوهم کيدل عيب دي او هيڅکله به ماتې ونه مني.
هغه وویل، "دوهم کیدل زمونږ او تاسو لپاره عیب دی، ځکه چې په هر ځای کې لومړي وو، له مخکې نه به په توده او پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون کوو."
احمدضيا مسعود چې په دې سفر کې له اشرف غني سره مل وو، له خلکو وغوښتل چې ښاغلي احمدزي ته رايه ورکړي.
د نوماندانو ټاکنيز کمپاين به دوې اونۍ نور هم دوام وکړي چې د هرې ورځې په تيريدو سره دغه کمپاين پراخيږي او هر نوماند هڅه کوي خپل پلويان زيات کړي.