د هيواد امنيتي ځواکونو د مشورتي لويي جرګې له ترسره کيدو پنځه ورځې وړاندي ددې جرګې شاوخوا ټول سړکونه تړلي دي. د واټونو دې تړل کيدو د پلازمينې په نورو سيمو کې هم ګڼه ګوڼه رامنځ ته کړې ده او خلک يې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل اوسيدونکي د مشورتي جرګې له ترسره کيدو پنځه ورځې وړاندي د واټونو پر تړل کيدو نيوکه کوي او وايي دوی د ښار نورو سيمو ته د تګ لپاره اړ دي چې ساعتونه ساعتونه تير له ځنډ سره مخ شي.
د همدې اونۍ په پاي کې به په کابل کې مشورتي لويه جرګه جوړه شي، خو امنيتي ځواکونو ددې جرګې له جوړيدو پنځه ورځې مخکې د جرګې ځاي ته ورغلي ټول واټونه تړلي دي او کابل ښاريان يې له پراخو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د لويې جرګې تالار د پولي تخنيک پوهنتون په انګړ کې دی او د پولي تخنيک سړک د ښار يوه برخه له نورو سيمو په تيره بيا د ښار له مرکزي برخو سره نښلوي له همدې امله د دې سړک تړل کيدو د ښار پر نورو برخو هم اغيزه کړې ده او پر سړکونو د موټرو ګڼه ګوڼه ډيره زياته شوې ده.
د لويې جرګې جوړيدو ته نږدې سړکونو يوازې دولتي او پوځي موټر تګ راتګ کوي خو خلک مجبور دي چې پر دغو سړکونو پلي تګ راتګ وکړي. د کابل پوهنتون یو محصل، آقا محمد وايي:«د لویې جرګې جوړیدو ته پنځه ورځې پاتې دي او امنیتي ځواکونو ټولې لارې تړلي دي له همدې کبله زه له کابل پوهنتون څخه تر دې ځای پورې په پښو راغلم.»
د کابل پوهنتون یو بل محصل وايي، شمس الدین صافی وايي:«که چیرې دوی دا تدابیر د امنیت د ټینګښت لپاره نیولي وي، نو باید په دې پوه شو چې سم امنیت هم نیولی نشي، خو یواځې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.»
د لويې جرګې جوړيدو ته نږدې د شنبې ورځې بريد د دغو واټونو د تړل کيدو لامل شو، د دغه سړک له تړل کيدو مخکې خلکو ته په دې اړه هيڅ خبر نه و ورکړ شوی او د يکشنبې په سهار کله چې د کابل د لويديځ اوسيدونکو غوښتل چې د ښار په لور ولاړ شي دغه واټونه د امنيتي ځواکونو لخوا له تړل شويو واټونو سره مخامخ شول او داسې ښکاري چې کابل ښاريان به د جرګې تر پاي ته رسيدو پورې د دغو واټونو د تړل کيدو له امله ستونزې او ناخوالي زغمي.