د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کولو خبرې اترې روانې دي او ټاکل شوې چې سبا
د پنجشنبې په ورځ به عبدالله عبدالله په خپل کور کې د اشرف غني احمدزی کوربه وي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې په دې کتنه کې به د رایو د بیاڅیړنې د څرنګوالي او د شویو هوکړو په اړه خبرې وشي. د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله هم د دې لیدنو د پایلو په اړه خوښبینه بریښي.
همدار راز په خپلو وروستیو خبرو کې عبدالله عبدالله هیله مندي ښیی چې د ۱۰۰ سلنه رایو بیا څیړنه به د یو ولسواکه حکومت په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي.
له اشرف غني احمدزي سره د هوکړې په دفاع کې هغه وايي چې دا د ګټلو او بایللو معامله نه بلکه یواځې د بریاليتوب یو وضیعت رامنځته کول دی.
د دواړو نوماندانو ترمنځ د ملي وحدت حکومت د رامنځته کولو د چوکاټ په اړه خبرې اترې دوام لري.
د دغو کتنو په دوام د پنجشنبې په ورځ به عبدالهم عبدالهټ په خپل کور کې د اشرف غني احمدزي کوربه وي.
عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي سره خبرې ډيرې دوستانه بولي.
د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله اسوشییټیډ پریس ته وویل، "د افغانانو رايې به بيا وشميرل شي دغه رايې به په بشپړه توګه وڅيړل شي البته د منل شويو نړيوالو تګلارو له مخې، له هغې وروسته به ددواړو نوماندانو ترمنځ د همکارۍ لپاره يو چوکاټ رامنځته شي چې له سياسي پلوه يې په اړه موافقه شتون لري ترڅو اصلاحات رامنځته شي او يو د ملي وحدت د پياوړتيا لپاره ښه حکومت رامنځته شي."
له بلې خوا دواړه ټاکنيزې ډلې ددغو کتنو پايلو ته هيله منې دي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویاند، سید اقا فاضل سانچارکی وايي، "ټاکل شوې ده چې سبا به ډاکټر اشرف غني احمدزی به د ډاکټر عبدالله عبدالله کور ته ورشي، او د ډاکټر اشرف غني احمدزي په کور کې د شویو خبرو په دوام نورې خبرې اترې وکړي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د دغو کتنو پايلو ته په هيله مندۍ سره وايي دواړو نوماندانو موافقه کړې چې ويندويان يې په همغږۍ او په ګډه خپل نظرونه له رسنيو سره شريک کړي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې ویاند، فیض الله ذکی وايي، "پرمختګونه ښه دي، لیدنې راونې دي او سبا به دواړه نوماندان لیدنه تر سره کړي. همداراز د دواړو ټاکنیزو ډلو د مطبوعاتي ډلو تر منځ هم غوره ګامونه پورته شوي او هوکړه شوې چې د مالوماتو ورکوونې،
د رایو شمیرنې بهیر به په بشپړ مشروعیت سره پیل شي، او د ملي یو والي حکومت په پیل سره به دا بهیر پای ته ورسیږي، او بیا به دواړه ډلې به په یوه ډله بدله شي."
ظاهرا د دواړو نوماندانو ترمنځ موافقه دې کچې ته رسيدلې چې عبدالهه عبدالهي وايي که نوموړی يا اشرف غني احمدزی په ټاکنو کې بريالی شي دواړه به په ګډه د افغانستان لپاره کار وکړي.
عبدالله عبدالله تاييدوي چې له اشرف غني احمدزي سره د موافقې له مخې به لويه جرګه جوړه شي ترڅو د افغانستان نظام له رياستي څخه پارلماني ته، چې په هغې کې به ولسمشر او لومړی وزير وي، بدل کړي.