که څه هم کمیسیون پریکړه کړې وه چې د ورځې باید ۱۰۰۰ بکسې بیا وڅیړل شي، خو دا مهال لیدل کیږي چې په دې برخه کې پڅ کاري شتون لري.
دې کار د څارونکو نیوکې هم راپارولې، او وايي چې که چیرې دا بهیر په همدې توګه دوام وموي، نو بیا څیړنه به په څو میاشتې موده واخلي.
له دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې دوی به د بیا څیړنې ۱۰۰ ډلې جوړې کړي، چې په هر ساعت کې به د رایو یوه بکسه وڅیړي، او په دې توګه به د ورځې ۱۰۰ بکسې وڅیړل شي. خو دا مهال لیدل کیږي چې د پنځو ورځو په تیریدو سره د رایو نږدې ۶۰۰ بکسې بیا څیړل شوې دي. ویل کیږي چې د یوه بکسه حتی په دریو ساعتونو کې هم نه څیړل کیږي
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، محمد ګلاب منګل وايي، "زما په آند که چیرې په همدې توګه بهیر مخته لاړ شي نو دا به میاشتې واخلي، له کمیسیون نه مو غوښتلي چې د بیا څیړلو ډلو شمیره زیاته کړي تر څو دا بهیر چټک شي."
همداراز د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، امر الله امان وايي، "د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ولایتونو نه خپل کارکوونکي راغوښتي چې د بیا څیړلو له کار چارې سره بلدتیا نلري، او د دې له کبله کار پڅ روان دی، خو په تیرو څو ورځو کې هغوی لږ ډیر بلد شوي دي او د لومړیو ورځو په پرتله کار هم ښه شوی دی."
د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند د رايو د څيړلو په کار کې د نه چټکتيا لامل د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ټاکنيزو ډلو له لوري ګڼي او وايي د دغو ټاکنيزو ډلو څارونکي په لازمه توګه نه دي روزل شوي.
د ټاکنو د خپلواک کمبیسیون ویاند، نور محمد نور په دې اړه داسې وویل، "زه نن دا اعلان کوم چې پڅ کاري د کمیسیون له لورې نه ده، بلکه د دواړو ټاکنیزو ډلو یو شمیر څارونکي بیاڅیړنې سره بلدتیا نلري، او ښه نه دي روزل شوي. له بله پلوه په کافي اندازه نړیوال څارونکي هم شتون نلري، مونږ کولای شو چې د بیا څیړلو د ډلو شمیره زیاته کړو، خو که څارونکي نه وي څوک به څارنه کوي."
ويل کيږي هغه صندقونه چې تراوسه څيړل شوي په هغې کې شکمن صندقونه چې د کابل اړوند دي هم شته چې دغه صندقونه د ټولو ملي او نړيوالو څارونکو لخوا په ګوته شوي دي. له بلې خوا د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند د دغو صندقونو شکمنتيا تاييدوي او وايي ددغو صندقونو د باطليدو يا نه باطليدو په اړه به د نوموړي کميسيون غړي تصميم ونيسي خو د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې يو غړی وايي د رايو د باطلولو پريکړه د ملګروملتو د سازمان صلاحيت دی.