د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د شهید برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون مخکې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې څه باندې ۲۸ کسان مړه او ټپیان شول.
امنیتي چارواکي وايي، چې دغه پیښه هغه مهال وشوه، چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د امنیتي پوستې مخکې چاودنه ورکړه.
ویل کیږي چې د برید قربانیان ملکي او امنیتي کسان دي. په دغه پیښه کې څه باندې لس موټر هم ویجاړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د شنبې ورځې په ځانمرګي برید کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوې دي.
دا برید د ورځې د ګڼې ګوڼې نه په ډکو شیبو کې ترسره شو، چې له امله یې ملکیانو ته هم ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.