د زیږېدو نېټه: ۱۳۴۸
ولایت: میدان وردګ
ټاکنیزه ډله:
قوم: پشتون
رحمت الله نبیل د میدان وردګو ولایت په چغتو ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی. هغه د ساختماني انجنیرۍ په برخه کې زده کړې، کړې دي او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خبرې کولی شي.
هغه په بېلابیلو دولتي بنسټونو کې دنده ترسره کړې او په ۱۳۸۳کال کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د کورنیو اړیکو د مرستیال په توګه وټاکل شو.
وروسته نوموړي د پخواني لسمشر، حامدکرزي د حکومت پرمهال د ولسمشر د ساتنې ریاست رامنځته کړ او خپله یې ریاست پر غاړه واخیست.
نبیل په ۱۳۸۹کال کې د ولسي جرګې د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره د ملي امنیت عمومي رییس په توګه وګمارل شو او وروسته له دوو کالو وروسته بیا د ملي امنیت د شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو.
وروسته له هغې بیا د ملي امنیت د رییس په توګه وټاکل شو چې په ۱۳۸۸کال کې یې له خپلې دندې استعفاء ورکړه.
په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښاغلي نبیل مرستیالان، مراد علي مراد چې په کورنیو او دفاع وزارتونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي، دی او همداراز د ښځو پخوانۍ وزیره، مسعوده جلال یې مرستیاله ده.