Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي
Print
Print

سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸
لیکوالطلوع‌نیوز

د میدان وردګو د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې اوه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغوی ادعا لري چې د دغو ولسي وګړو موټر تېره شپه د «برهاني خېلو» په سیمه کې هغه مهال په نښه شو، چې د فاتحې له مراسمو د کور په لور روان وو.

ورته مهال د دغې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکو، د دغې پېښې په غبرګون کې، نن په لاریون لاس پورې کړ او د دغې پېښې د څېړلو غوښتونکي شول.

هغه موټر چې پرې برید شوی یوازې دا برخه یې پاتې ده، په دغه موټر د سپرو کسانو یوازې څو ټوټې پاتې دي او د سیمې اوسېدونکو د دوی د بدن ټوټې په تابوتونو کې راټولې کړې دي.

د برهاني خېلو کلي اوسېدونکي وايي په دغه موټر کې اوه تنه سپاره وو او د فاتحې له مراسمو د راستنېدو پر لاره له هوايي برید سره مخامخ شول.

د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی حامد وویل:«دوی فاتحې ته راغلي وو او ډوډۍ یې خوړلې غوښتل یې چې ولاړ شي، پلار، زوی، دوه زومان، یو مېلمه او دوه ماشومان چې جمله اوه تنه وو.»

د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی بصیر هم وايي:«په خپله د موټر چلوونکی و، زوی یې محصل و، او بل یې هم مزدور و او کار یې کاوه، هغه بل کس په شرکت کې کار کوه، یو بل کس چې د خاله زوی یې و، د کابل اوسېدونکی و. دوی ټول د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلي وو.»

د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکي په دغه پېښه سخت په غوسه دي او د دوشنبې په ورځ یې لاریون وکړ او څو ساعته یې د تنګي درې لاره وتړله.

د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ اوسېدونکی خلیل رحمان څرګنده کړه:«یا دولت دې موږ د افغانستان له نقشې بهرکړي او له موږ سره دښمني اعلان کړي یا واقعاً موږ خپل رعیت اعلان کړي.»

د وردګو د سیدآباد ولسوالۍ بل اوسېدونکی سید ولي هم وویل:«نه د شپې ارامه یوو، زموږ ماشومان، ښځې، لویان ټول اروايي نارامه یوو.»

له دې مخکې ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د نهه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

تېره اوونۍ هم د سیداباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو څو ټپي ماشومان په کابل کې یوه روغتون ته راوړل او وې ویل چې د تنګي د امیرکلا په کلي کې د هوایي عملیاتو پر مهال دوه ملکي کسان مړه او اته نور ټپيان شول چې ډېری یې ماشومان دي.


اړوند خبرونه

  • سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې
    کب 16, 1392
    نورهم ولی...
  • د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول
    کب 3, 1392
    نورهم ولی...
  • په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي
    سلواغه 7, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې