د زیږېدو نېټه: ۱۳۵۳
ولایت: ننګرهار
ټاکنیزه ډله: مادر وطن
قوم: سادات
سیدنورالله جلیلي د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی او په ۱۳۶۹ کال کې د بلخ ولایت له نوبهار لیسې فارغ شوی او په ۱۳۷۹ کال کې یې د کابل له طب پوهنځي فارغ شوی دی.
هغه له زده کړو وروسته په اقتصادي برخو کې کار وکړ، په وینا یې چې پنځه کاله مخکې یې سیاسي فعالیتونه پيل کړل.
په ټاکنو کې یې لومړی مرستیال، لیکوال او څېړونکی، خلیل رومان او دوهم مرستیال یې ډاکټر چراغ علي چراغ دی.