د زېږون نېټه: ۱۹۶۴زکال
ولایت: بدخشان
قوم: تاجک
ټاکنیزه ډله: ازادي، امنیت، عدالت
پدارام د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ دري څانګه کې زده کړې دي او له هغې وروسته یې په ایران کې د فلسفې په برخه کې زده کړې کړې دي.
هغه پر پاکستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، فرانسې ته ولاړ او د سوربون په پوهنتون کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ. پدرام «د افغانستان ملي کنګره» تاسیس کړه او د ۲۰۰۴زکال او ۲۰۰۹ زکال په ټاکنو کې هم نوماند و. هغه په ۲۰۱۰ کال کې ځان د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند کړ او بریالی شو چې دغه جرګې ته لار پيدا کړي.
د عبدالطیف پدرام په ټاکنیزه ډله کې، له هزاره قوم څخه احسانالله حیدري د لومړي مرستیال او د پښتونو له قومه محمد صادق وردګ د هغه د دویم مرستیال په توګه حضور لري.