د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالې د پیښې د وژل شویو کسانو لپاره نن په عیدګاه جومات کې د فاتحې مراسم ترسره شول. د دغې پیښې د وژل شویو د فاتحې په مراسمو کې ډیر شمیر هیوادوال او دولتي چارواکو برخه اخیستې وه. اخوا عبدالله عبدالله د پیښی د قربانیانو له پاتې کسانو سره د خواخوږې لپاره ارګون ته تللې او د قربانیانو له پاتې کسانو سره یې مرسته وکړه.
د يکشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې د ارګون د ځانمرګي بريد د قربانيانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره شول.
د دغو مراسمو ګډون کونکي د دې پيښې ټپيانو او د قربانيانو کورنيو ته پر پاملرنې ټينګار کوي او دغه راز بريدونه د سيمې د استخباراتو کار بولي.
له بلې خوا د پکيتکا د ارګون ولسوالۍ د خونړۍ پيښې د قربانيانو له کورنيو د ليدلو لپاره اشرف غني احمدزی، ولسمشر کرزی او اوس عبدالله عبدالله هم دغه ولايت ته سفر وکړ. عبدالله عبدالله د پکتيکا ولايت له ارګون ولسوالۍ څخه د ليدنې پرمهال وويل اوسنی او راتلونکی نظام بايد د سولې د اواز د پورته کولو ترڅنګ د افغانانو له سر او مال څخه هم ساتنه وکړي.
د ولسمشرۍ نوماند، عبدالله عبدالله وویل، "نن تاسو وینی چې د پیښې څلورو خواوو ته ستونزې دي. مونږ سپین ژیري ولیدل چې څلور زامن یې له لاسه ورکړي. له ستر څښتن نه غواړو چې زمونږ په هیواد کې سوله راشي، او په امنیتي ځواکونو ویاړو چې تل د خلکو په چوپړ کې دي، له دې سره سره هم چې دا ډول پیښې رامنځته کیږي دا د افغانستان د وکړو د ماتم لامل ګرځي."
په دغه سفر کې عبدالله عبدالله د پکتيکا ولايت له يو شمير اوسيدونکو او د سه شنبې ورځې د بريد د قربانيانو له کورنيو سره په ارګون ولسوالۍ کې ليدنه او له هغوي سره يې غمشريکي وکړه، ښاغلی عبدالله په کليو او ښارونو کې د افغانانو اقتصادي او ټولنيز وضعيت ته د راتلونکي حکومت پر جدي پاملرنې ټينګار وکړ.
له دغه مرګوني بريد څخه دوې ورځې وروسته لومړی اشرف غني احمدزي ارګون ولسوالۍ ته ولاړ، نوموړي هم په دغه سفر کې د دغې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره په کتنه کې د مرستې ژمنه او له هغوي سره يې غمشريکي وکړه.
له دې پيښې درې ورځې وروسته ولسمشر کرزی هم پکتيکا ولايت ته ولاړ او د ارګون د پيښې له قربانيانو سره يې وکتل.