د زېږون نېټه: ۱۳۳۴
ولایت: کاپیسا
قوم: تاجک
هغه د ماشومانو د زده متخصص جراج دی، هغه په دغې برخه کې د اندیراګاندي له پوهنتونه دوکتورا ترلاسه کړه.
ښاغلی نجرابي د یوې مدې لپاره د اندیرا کاندي په روغتون کې د ماشومانو د جراحي برخې د رییس په توګه کار کړی، او دمګړۍ، د کابل طبي پوهنتون د ماشومانو د جراحۍ برخې رییس دی.
هغه دمګړۍ، د افغانستان د استقلال ګوند مشر او د هغه په وینا، دا ګوند په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځته شوی دی.
ښاغالی نجرابي په ۱۳۸۱ کال کې د انتقالي دولت د تعیین لپاره په لویه جرګه کې د دولت ریاست ته نوماند و، او له هغې وروسته په ۱۳۸۳ کال کې ټولټاکنو کې هم نوماند و.
هغه په خپله ټاکنیزه ډله کې شریفالله یې د لومړي او محمد شریف بابکرخېل یې د دویم مرستیال په توګه حضور لري.