د زیږېدو نېټه: ۱۳۵۳
ولایت: هرات
ټاکنیزه ډله:تدبیر او پراختیا
قوم: تاجک
هغه د هند جواهر لعل نهرو او ایران له پوهنتونونو په ترتیب سره د نړیوالو څېړنو او همداراز د نړیوالو اړیکو په برخه دوه د دوکتورا سندونه لري.
ښاغلی تمنا کابو لس کاله د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د تدریس تجربه لري او همداراز یې څو کاله د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو څېړنو د مرکز رییس په توګه کار کړی دی.
هغه له ۱۳۸۱کال راهیسې په بهرنیو چارو وزارت کې د ډېپلوماټ او د یاد وزارت د ویاند مرستیال په توګه کار کړی او په ۱۳۸۷کال کې وروسته له ډېپلوماسۍ له یوې دورې کار وروسته دسیمه ییزو اقتصادي همکاریو بنسټ"ایکو"کې د فرهنګي متخصص په توګه کار کړی دی.
سیدقیاس سعیدی او محمد امین رشادت یې په ترتیب سره مرستیالان دي.