د ټاکنو په خپلواک کمیسون کې د رایو دبیا څيړلو بهیر چی د ولسمشرې انتخاباتو د دواړو نوماندانو د ټاکنیزه ډلو د څارونکو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله درول شوې وه له درویشت ساعتونو وروسته بیا خپل کار پیل کړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسون وایی که څه هم ددغه کمیسون دپریکړې له مخې د رایو دبیا څیړلو بهیر د ورځې تر شپږ بجو پورې دوام ومومي خو پرون د څلورو بجو وروسته په رایی پاڼو کې دغیرې معیاري نښو په اړه د نظرونو د اختلاف له امله د بیا څیړنې بهیر ودرول شو او نن درې بجې بیا پیل شو. اخوا د عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډلې وايي چې له خبرواترو وروسته دغه ستونزه اواره شوې ده.
د ډیموکراسي اڼټرنشنل بنسټ مشر، ګلین کوان طلوع نیوز ته وویل، "د ټیک نښې پر ځای د لاسلیک د منلو په سر د نظرونو اختلاف موجود وو. دواړه ټاکنیزو ډلو په دې هوکړه وکړه چې په دې اړه دې کمیسیون پریکړه وکړي، او هغه دا چې په هغو رایو پاڼو کې چې لاسلیک شوی وي باید ونه منل شي، چې زما په اند دا سمه پریکړه وه."
دا بهیر د ۲۳ ساعتونو لپاره دریدلی وو، چې وروسته د دواړو ټاکنیزو ډلو او د ملګرو ملتونو تر منځ د شپږو ساعتونو وروسته دا بهیر بیرته پیل شو.
د اشرف غني احمد زي د ډلې غړی، داود سلطان زوی وايي، "مونږ په دې اړه د ډاکټر صاحب عبدالله له ډلې سره غوڼده درلوده، دا مهال دا ستونزه حل شوې."
په دې اړه د عبدالله عبدالله د ډلې غړی، امر الله امان داسې وايي، "په رایو پاڼو کې د لاسلیک د منلو په اړه د نظرونه اختلاف موجود وو، چې اوس پریکړه وشوه چې د لاسلیک لرونکې رایې پاڼې باید باطلې شي."