نن سهار د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ماین د چاودنې له امله درې پولیس ټپیان شوې دي. د کابل امنیه قومندان، جنرال ظاهر ظاهر ددغې پیښې پخلی وکړ. هغه طلوع نیوز ته وویل، چې د یوه راکټ او بل ماین له چاودنو یې مخنیوی کړی دی.
ښاغلي ظاهر وویل: «نن سهار پولیسو راپور ترلاسه کړ چې د پلازمینې په شپاړسمه ناحیه کې په یوه هدیره کې ناپېژاندو کسانو څو توغندي ځای پر ځای کړې دي، نو امنیتي ځواکونو سم لاسي عملیات پیل او توغندي یې کشف کړل، خو د شنډولو پر مهال یې یو توغندی او ماین وچاودیدل چې له امله یې د شپاړسمې حوزې درې پولیس ټپیان شول.»
ویل کېږي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي. د کابل د امنیه قومندان په وینا، د پیښې په تړاو یو تن د پولیسو لخوا نیول شوې او د نورو عاملینو د موندلو پخاطر څیړنې دوام لري.
خو په دغه پیښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی. تراوسه کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.