Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • نوماندانو
  • محمد حنیف اتمر
Print
Print

محمد حنیف اتمر

د زېږون نېټه: ۱۳۴۷

ولایت: لغمان

قوم: پښتون

ټاکنیزه ډله: سوله او اعتدال

نوټ: د هغه ټاکنیزه ډله پاشل شوې او شونې ده چې په ټاکنو کې حضور ونه‎لري.

هغه د خپل لېسانس سند د کلیو پراختیا مطالعاتو په څانګه کې او خپله ماسټري په نړیوالو اړیکو او له جګړې وروسته د هېوادونو په پراختیا کې د برېټانیا له یارک پوهنتون څخه او همدارنګه خپل ډیپلوم یې د مالوماتي ټکنالوژۍ او کمپيوټر په څانګه کې له نوموړي هېواده ترلاسه کړی دی.

اتمر په ۱۳۷۱ - ۱۳۸۱ کلونو کې په غیر دولتي موسسو د بشري، کډوالو ته د مرستو او پراختیا د پروګرامونو د طرح او اجرا په برخه کې مهمو پستونو کې کار کړی.

هغه د طالبانو د رژیم له پاشلو وروسته او د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره د افغانستان د کابینې له لومړیو غړو څخه دی، چې په ۱۳۸۱ کال کې د کلیو د جوړولو او پراختیا وزیر او وروسته په ۱۳۸۵ کال کې د پوهنې وزیر او همدارنګه د کورنیو چارو وزیر په توګه کار کړی.

ښاغلی اتمر؛ په پښتو، دري، انګلیسي و اوردو ژبو بشپړ تسلط لري.

د هغه په ټاکنیز ټکټ کې محمد یونس قانوني، د لومړي مرستیال، او محمد محقق د دویم مرستیال په توګه حضور لري.


موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې