د کندهار د والي ویاند، دوا خان مینه پال وایي، چې نامالومو وسلوالو د سه شنبې په ورځ د هیواد په سویلي ولایت غزني کې د کندهار د پوهنتون ۳۳ ښوونکي تښتولي او یو یې ټپي کړی.
مینه پال زیاته کړه، پیښه د غزني ولایت په نوح بابا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې نامالومو وسلوالو د ښوونکو په ګاډي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو ښوونکی ټپي شو او ۳۳ نور د هغوی له خوا وتښتول شو.
هغه وویل، "َښوونکي د حکومت لخوا د شپږو ورځو رخصتیو له اعلان نه وروسته، له کندهار نه د خپلو کورو لور ته کابل ته راروان وو."
نوموړي زیاته کړه، چې ټپي شوی ښوونکی یې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدولی دی.
د دوشنبې په ورځ حکومت د غبرګولي د څلورویشتمې د ټاکنو لپاره په هیواد کې د پوهنتونونو او ښوونځیو لپاره شپږ ورځینی رخصتۍ اعلان کړه.
طالبانو تر دې مهاله د یادې تښتونې پړه په غاړه نه ده اخیستې.
د طالبانو ویاند، قاري یوسف طلوع نیوز ته وویل چې هغه د تښتونې په اړه مالومات نلري او د پیښې پلټنه به وکړي.