Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • هراتیانو د ټاکنیزو سیالیو د پيل هرکلۍ وکړ
Print
Print

هراتیانو د ټاکنیزو سیالیو د پيل هرکلۍ وکړ

چهارشنبه ۱۶ سلواغه ۱۳۹۲
لیکوالجاوید زیارتجاهی

د هرات اوسیدونکو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ټاکنیزو سیالیو د پیلیدو هرکلۍ وکړ. د هرات اوسیدونکي سالم کمپاینونه د روښانه راتلونکي په لور یو ښه ګام بولي او ټینګار کوي چې ټاکنیز ټیمونه باید ددغو سیالیو پر مهال له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي.

په همدې حال کې د ډاکټر زلمي رسول ټاکنیز ټیم هم په هرات کې خپل دفتر پرانیست. د هرات ولايت اوسيدونکي د ولسمشرۍ د کانديدانو د ټاکنيزې مبارزې له پيليدو هرکلي کوي او په انتخاباتو کې د افغانانو د پراخ ګډون غوښتونکي دي.

د هرات ښار یو اوسیدونکی، احمد وحید وايي: «زما په آند په هر ولایت کې د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو پیل ډیر ښه وو، دغه بهیر په هرات کې هم په ښه توګه پر مخ ځي.»

د هرات ښار بله اوسیدونکې، نفیسه کریمي وايي: «که موږ روښانه راتلونکی او ودان افغانستان غواړو، نو باید د زده کړې، قلم او فکر له لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو.» له بلې خوا په هرات ښار کې د زلمي رسول د ټاکنيز ټيم دفتر د هغه د يو شمير پلويانو په شتون سره پرانيستل شو.

د نوموړي د ټيم غړي وايي د ښاغلي رسول ټاکنيز پروګرامونه د افغانستان د اړتياوو پوره کونکي دي. د زلمي رسول د ټاکنیز ټیم یو غړی، عبدالهادي خالد وویل: «زموږ پروګرامونه د خلکو ستونزې اوارولی شي په تیره بیا هغه ستونزې چې زموږ ټولنه، دولت او ورسره لاس او ګریوان دي.»

تراوسه د ولسمشرۍ اوو تنو کانديدانو په هرات ولايت کې د ټاکنيزې مبارزې لپاره دفترونه پرانيستي دي خو يوازې يوه کانديد نوموړي ولايت ته سفر کړی دی.


اړوند خبرونه

  • هراتیانو د ټاکنیزو سیالیو د پيل هرکلۍ وکړ
    غویی 5, 2014
    نورهم ولی...
  • د پولیسو او وسلوالو په نښته کې ۵ ولسي وګړي وژل شوې
    تله 31, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې