د هرات ښاروالۍ د ولسمشرۍ د هغو نوماندانو پوسټرونه او عکسونه لرې کړل، چې د ښاروالۍ د تګلارې خلاف یې په منع شویو ځایونو کې لګولي و. د هرات ښاروال محمد سلیم تره کي، وايي، چې د نوماندانو هغه پنځه ټاکنیز ټیمونه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ته معرفي کړي، چې د ښاروالۍ اصول یې تر پښو لاندې کړي دي.
د هرات اوسیدونکي د ښاروالۍ ددې کار هرکلۍ کوي. نعمت الله هاشمی وویل: «موږ د ښاروالۍ ددې کار هرکلی کوو او د هرات ښار ټول اوسیدونکي له دغه کار څخه خوښ دي
.»
د ولسمشرۍ کانديدانو د ټاکنيزې مبارزې له پيليدو مخکې د هرات ښاروالۍ د کانديدانو د عکسونو او پوسترونو د لګولو لپاره ځايونه مشخص کړي و.
خو اوس ليدل کيږي چې د ټاکنيزو کمپاينونو غړو د کانديدانو عکسونه پر ونو او ان د جوماتونو او تاريخي ودانيو پر ديوالونو لګولي دي. د هرات ښاروال وايي اجازه به ورنکړي چې ټاکنيزې ډلې د کمپاين پرمهال ښاري نظم ګډوډ کړي.
نوموړي وویل: «له ټاکنیزو شکایتونو کمیسون څخه په درنښت غوښتنه کوم چې له دغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، هغه کسان چې ښاري نظم ګډوډوي او خلکو ته ستونزې را ولاړوي باید د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي.»
د ولسمشرۍ د کانديدانو ډيری عکسونه او پوسترونه په هرات ښار کې لګول شوي دي خو د دې ولايت په ولسواليو کې ټاکنيزه مبارزه نه ترسترګو کيږي. تراوسه د ولسمشرۍ د اتو کانديدانو د ټاکنيز کمپاين دفترونه په هرات ښار کې پرانيستل شوي دي.