Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې
Print
Print

وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې

دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۲
لیکوالGhafoor Saboory

د وردګو ولایت یو شمېر اوسیدونکي په دې ولایت کې د نا امنیو له زیاتوالي اندیښنه لري. دوې له سیمه ایزو امنیتي چارواکو غواړي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

بلخوا د وردګو نوی امنیه قومندان وايي چې دوی د امنیت د تامینولو لپاره جدي هڅې پيل کړي دي. د وردګو ولایت اوسیدونکي او قومي مشران د خپلو ستونزو د اوارولو لپاره ددغه ولایت د امنیې قومندانۍ ودانۍ کې راټول شوې وو.

دوی د نا امنیو له امله اندیښنه لري او د نا امنیو اصلي عاملونه د ټاکنو د وخت رانږدې کیدل او سړه هوا بولي.

د وردګو د ولایت یو اوسیدونکي وویل:«د وردګو په یو شمېر سیمو کې ناامني ډیره شوې ده ، موږ له اړوندو چارواکو غواړو چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»

د وردګو د ولایت بل اوسیدونکي وویل:«دا ولایت په دې وروستیو میاشتو کې ډیر ناامنه شوی دی، ددې کال اصلي لامل د ټاکنو رانږدې کېدل او د ژمي د موسم رارسېدل دي.»

اخوا د وردګو نوی امنیه قومندان، مل پاسوال احمد فهیم قایم وايي امنیتي ځواکونه په تېره بیا ځانګړي پولیس ځواکونه هڅه کوي څو په دې ولایت کې د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.

هغه وویل:«داسې اوازې دي چې د وردګو ولایت ناامنه دی، خو داسې نده، د بار وړونکو موټرو چلونکي خپلو موټرو ته اور اچوي یا چاودنه ورکوي او وروسته ددې کار پړه پر وسله والو مخالفینو اچول کېږي، زه ژمنه کوم چې موږ به له دې وروسته ددې کار مخنیوی کوو او په دې ولایت کې به ډیر ژر امنیت ټینګ شي.»

د وردګو ولایت امنیه قومندان د امنیت په ټینګولو کې د خلکو همکارۍ مهمه بولي او له خلکو غواړي چې د سولې د راوستلو لپاره له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.


اړوند خبرونه

  • سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې
    کب 16, 1392
    نورهم ولی...
  • د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول
    کب 3, 1392
    نورهم ولی...
  • په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي
    سلواغه 7, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه
anadolu casino - agario unblocked grandpashabet

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې