د بادغیس ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې په دغه ولایت کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
په لویدیځ کې د سرحدي ځواکونو یوه قومندان، جنرال محمد عدیل وویل، دا نښته پرون ماښام د بالامرغاب په ولسوالۍ کې هغه مهال پیل شوه، چې یو شمېر وسله والو مخالفینو پر امنیتي پوستو برید وکړ.
ده زیاته کړه، یو پولیس هم په دغه نښته کې ټپي شوی دی. د طالبانو په ګډون کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخستی. بالامرغاب د بادغیس یو له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي، چېرې چې وسله وال مخالفین د دولت ضد فعالیتونه ترسره کوي.