د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار په سرحدي سیمه تورخم کې په یوه ځانمرګي برید کې د ملي امنیت درې کارکوونکي ټپيان شوې دي.
په تورخم کې د پولیسو قومندان، نور اکبر وویل، چې ځانمرګي بریدګر لومړی په تورخم کې د ملي امنیت پر یوه کارکوونکي ډزې وکړې او وروسته یې د ملي امنیت د ودانۍ دننه ځان والوځاوه.
ښاغلي اکبر طلوع نیوز ته وویل:«په دغه پیښه کې د ملي امنیت درې کارکوونکي ټپيان شول، خو د یوه تن روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.»
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه ندي ویلي. تورخم د افغانستان پاکستان ترمنځ سرحدي سیمه ده.