د هيواد په ختيځ کې د امنيت نشتوالی اوس هم د ټاکنو په وړاندې جدي خنډ شميرل کيږي. زموږ همکار په خپل راپور کې موندلې چې په نيم لغمان کې د ټاکنو د نه ترسره کيدو په اړه انديښنه شته.
لغمان ولایت د کابل په ګاونډ کې پروت دی او اوسیدونکي یې د ټاکنو په اړه لږ پوهاوی لري.
خو له ښاره د باندې اوضاع بل ډول ده. علیشنګ د لغمان یو له ناامنو ولسوالیو څخه بلل کېږي، چې د نورو ولایتونو په شان د طالبانو بیرغونه په کې رپیږي او د ټاکنو څرک په کې نه لګیږي.
د لغمان د ولایتي شورا مرستیال، ګلزار سنګروال وویل: "اوسنیو حالاتو ته په پام سره په نیمايي لغمان کې به ټاکنې ترسره نشي ځکه طالبانو خلکو ته په دې هکله خبردارۍ ورکړی دی."
په علیشنګ کې امنیتي ځواکونه تله له طالبانو سره په جګړه بوخت وي، چیرې چې دوه شپې وړاندې د افغان پوځیانو یوه پوسته د طالبانو د توغندیزو بریدونو لاندې راغله.
د علیشنګ د کوتل یو پولیس، اجمل وویل: "طالبان په دغو سیمو کې شتون لري او موږ هڅه کوو تر څو ددوی مخنیوی وکړو ترڅو د ټاکنو په وړاندې ستونزې راولاړې نکړي."
په علیشنګ کې طالبانو خلکو ته په ټاکنو کې د برخې اخیستو په اړه خبردارۍ ورکړی او درې ورځې وړاندې دلته یو تنکۍ ځوان د طالبانو په بمي برید کې ووژل شو.
د علیشنګ یو اوسیدونکی، احمد وايي: "زما ورور طالبانو وواژه او که موږ په ټاکنو کې برخه واخلو، نو موږ به هم ووژني."