Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • په غور کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې
Print
Print

په غور کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې

چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۲
لیکوالغفور صبوري

د ملي اردو ځواکونو په غور کې د راتلونکو ټاکنو او کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړې هلې ځلې پیل کړې دي.
په غور کې د ملي اردو د ځواکونو قومندان، محمد شعیب وايي، چې په تیر یوه کال کې د غور ولایت په بېلا بېلو سیمو کې طالبان ځپل شوي دي او دا ځواکونه په غور کې د رایه ورکولو د مرکزونو د امنیت د تامین ته هوډمن دي.

له دوو کلونو راهیسې هڅې کیږي ترڅو په غور کې د ملي اردو د سرتیرو حضور ډير ووسي. دمګړۍ په چغچران ښار کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه په دغه ولایت کې د امنیت د ټینګښت هلې ځلې کوي.

شعیب ټینګار کوي له دغه ولایت څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه توانیدلي چې په غور کې امنیت ټینګ کړي.
 
هغه وايي:«یو افغان سرتیری، د ملي اردو یو سرتیری باید عالي روحیه ولري، الحمدالله زموږ په سرتیرو کې دا روحیه شتون لري.»

د نږدې لس زره نامسووله وسله والو شتون ددغه ولایت د امنیت پر وړاندې ستره ننګونه بلل کیږي او ریپوټونه وايي، چې دا کسان هڅې کوي ترڅو د راتلونکو ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي.

خو د ملي اردو سرتیري د غور د امنیت د ټینګښت لپاره پر خپل پياوړي عزم او ارادې ټینګار کوي.

په غور کې د ملي اردو یو سرتیری، امام رسول وايي:«زه ددې لپاره د ملي اردو لیکو ته راغلی یم تر څو خپل هیواد ته خدمت وکړم.»

د ملي اردو یو بل سرتیری، محمد وايي:«موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې موږ به د ټاکنو د مرکزونو امنیت ونیسو.»

د عبدالوارث په نامه د ملي اردو یوه بل سرتیري وویل:«موږ د خپل هیواد څخه دفاع کوو او وسله والو مخالفینو ته به د بیګناه خلکو د وژنې اجازه ورنکړو.»

دا په داسې حال کې ده د غور د ولایتي شورا ځینې غړي په دغه ولایت کې د نامسوولو وسله والو شتون د راتلونکو ټاکنو امنیت ته ستر ګواښ بللی او خبردارۍ یې ورکړی، که چیرې تر ټاکنو وړاندې دا ډلې مهار نشي، د انتخاباتو روڼتیا به تر پوښتنې لاندې راشي.

د غور د ولایتي شورا یو غړی، رمضان قاسمي وايي:«تر هغه چې سیمه ایزه ادارې او مرکزي حکومت د غور امنیتي حالت ته پاملرنه ونکړي او د سیمه ایزې واکمنۍ د پراختیا او امنیت د تامین لپاره په کې عمومي تصفیه پیل نکړي، رڼې او عادلانه ټاکنې به ناشونې وي او د راتلونکو ټاکنو پایلې به د هغو کسانو په ګټه وي چې دلته نفوذ لري.»

تیره اونۍ ددغه ولایت په دولینې ولسوالۍ کې د ټاکنو کمیسون د سیمه ایز دفتر پنځه کارکوونکي هغه مهال ټپيان شول، چې موټر یې د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.


اړوند خبرونه

  • زرواکو د غور اوسیدونکي برمته کړي
    کب 31, 1392
    نورهم ولی...
  • په غور کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې
    سلواغه 13, 1392
    نورهم ولی...
  • ماین چاودنې د ټاکنو کمیسون ۶ کارکوونکي ټپیان کړل
    سلواغه 4, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې