په ولسي جرګه کې د لوګر استازي خبردارۍ ورکوي، چې ددغه ولایت د څرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته د ورتلو په حال کې ده. دوی وايي، چې د خروار او ارزې ولسوالۍ هم د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ دي.
ددوی په وینا، که د لوګر امنیتي حالت ته جدي پاملرنه ونشي، ددغه ولایت په ډیری سیمو کې به ټاکنې ترسره نشي.په ولسي جرګه کې د لوګر استازي وايي، ددغه ولایت د لرو پرتو سیمو سربیره مرکزي سیمې هم د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دي. دوی خبردارۍ ورکوي، که د لوګر امنیتي حالت جدي پاملرنه ونشي، ددغه ولایت ځینې ولسوالۍ به ددولت له ولکې بهر شي.
دغه استازي د لوګر امنیتي حالت ته په اشارې سره وايي، چې په داسې حالت کې به ددغه ولایت په ډیری سیمو کې ټاکنې ترسره نشي. په ولسي جرګه کې د لوګر استازی، حاجي علي محمد شیدي وايي: «زما په آند، که د لوګر امنیتي حالت په همدې ډول دوام پیدا کړي، نو دلته به رڼې ټاکنې ترسره نشي.»
له بلې خوا د تندر قول اردو د څلورمې لوا قومندان، جنرال عبدالرازق صافی په دغه ولایت کې د ناامنیو شتون مني او زیاتوي، چې د لوګر د امنیت د ټینګښت لپاره به چاڼیز عملیات پیل کړي.
نوموړي وویل: «سر له اوسه د امنیتي ځواکونو پر مخ لاره تړلې ده خو د خلاصون هڅې یې روانې دي او عملیات هم پیل شوې دي.» خو د ولسي جرګې استازي د امنیتي ځواکونو عملیات نمایشي بولی او زیاتوي، چې تر عملیاتو وروسته د امنیت ټینګښت ته سمه پاملرنه نه کېږي.