د افغانستان د روڼتیا اداره وايي، د کنړ ولایت په خاص کنړ ولسوالۍ کې د محلي پولیسو یوه قومندان کابو یو کال په ناقانونه توګه د کرومایت ډبرې استخراج کړي دي. دا اداره وايي، چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت د ثبات سوداګریزه ډله هم د محلي پولیسو ددغه قومندان ملاتړ کوي.
که څه هم یاده اداره د کانونو ناقانونه رایستل امنیت ته ستر ګواښ بولي او زیاتوي، دا کار به د سیمې خلکو د ناخوښۍ لامل شي. د افغانستان د روڼتيا اداره خبرداری ورکوي په کنړ ولايت کې د يوه ځايي قوماندان لخوا په ناقانونه توګه د کرومايت راايستل په هيواد کې د بې ثباتۍ لامل کيږي.
نوموړې اداره وايي دغه قوماندان د امريکا د يوې ځانګړې سوداګريزې ډلې ملاتړ له ځان سره درلود او دې ډلې د کانونو د راايستلو وسايل هم ورته برابر کړي و. د افغانستان د روڼتیا ادارې د اړیکو او قضايي برخې ریس، سید اکرام افضلي وايي:«د امریکا د دفاع وزارت د ثبات ځانګړې سوداګریزه ډله د هغه قومندان ملاتړ کوي، چې د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کې په ناقانونه توګه کانونه کیندنې کړي دي.»
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وايي هيڅ يو پوليس د کانونو د راايستلو حق نلري او د دې کار له عاملينو سره به قانوني چلند وشي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«د پولیسو په ګډون هیڅ څوک ددې کار صلاحیت نلري او نه باید داسې کار ترسره کړي، هغه کسان دا شان کارونه کوي، د قانون منګولو ته سپارل کیږي او سخته سزا ورکول کیږي.»
پر روڼتيا د څار ادارې مسوولين په هيواد کې د کانونو د ناقانونه راايستلو د مخنيوي لپاره له دولت څخه غواړي چې کلک مقررات اجرا کړي ترڅو کانونه خوندي پاتې شي او په هيواد کې له بهرنيانو څخه هم غواړي چې د افغانستان په ملي مسلو کې لاسوهنه ونکړي.
د نوموړې ادارې د مالوماتو له مخې له څه د پاسه پنځو کلونو راهيسې په ټول هيواد کې کرومايت په ناقانونه توګه راايستل کيږي.