Skip to main content
  • پشتو
  • فارسی
  • ENGLISH

Search form

  • اصلي پاڼه
  • خبرونه
  • نوماندان
  • مناظرې او ارزونې
  • ویدیوگانی
  • کلیدي مالومات
  • ژوندۍ ویې ګورئ
  • Home
  • په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي
Print
Print

په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي

پنجشنبه ۱۶ لړم ۱۳۹۲
لیکوالAhmad Ramin Ayaaz

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د اتلس ولسي وګړو د وژنې د پیښې سمه څیړنه وکړي.

د رولینګ سټون مجلې په خپل ریپوټ کې ویلي، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو تیر کال د وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د اتلسو ولسي وګړو په وژنه کې رول درلود.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا پر دولت نیوکه کوي او زیاتوي، چې دغه پیښه یې په جدي ډول نه ده څیړلې.

د رولینګ سټون مجلې، په تیر کال کې د اتلسو افغانانو د وژلو په پیښه کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ونډه روښانه کړې ده. اوس د بشري حقونو د څارې ادارې د امریکا له دولته غوښتي دي چې دا پیښه په بې پرې او بشپړه توګه وڅیړي. په افغانستان ګې د دغې ادارې استازې وايي چې باید ددغې پیښې عاملان د قانون منګلو ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار د سازمان څیړونکی، هیدر بار وايي:«موږ په دې اړه سمې او هر اړخیزې څیړنې غواړو، تر څو روښانه شي چې کوم کسان په دغې پیښه کې مسول وو، موږ غواړو هغه کسان چې په دغې پیښه کې لاس درلود په سزا ورسیږي.»

د بشري حقونو د څارې ادارې دا څیړونکې وايي چې امریکامتحده ایالاتونو په افغانستان کې د تیرو دولسو کلونو په موده کې د بشري حقونو د سړغونې پیښې لږې څیړلي دي.

هیدر بار وايي:«کله امریکایان ښې څیړنې ترسره کوي او مجرم په سزا رسوي، خو کله هم هیڅ څیړنه نکوي، دا پیښه هم داشان وه چې د امریکا دولت دا پیښه جدي نده نیولې.»

د وردګو ولایت د کلیوالو سیمو داوسیدونکو په وینا، تیر کال اته ملکي کسان د امریکايي ځواکونو او د هغو ژباړونکي لخوا په یولړ عملیاتو کې ووژل شول او لسو تنه نور امریکايي ځانګړو ځواکونو له ځانه سره یوړل چې له څه مودې وروسته د دغو لسو تنو مړي هم د امریکايي ځواکونو اډې ته نیږدې پیدا شول.

دغې پیښې د ولسمشر کرزي سخت غبرګون هم راوپاروه او په دغه ولایت کې امریکايي ځواکونو ته دوه اونۍ مهلت ورکړ چې له ولایت څخه بهر شي.


اړوند خبرونه

  • سید اباد کې د یوه هوايي برید په پایله کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي
    لیندۍ 23, 2019
    نورهم ولی...
  • وروستیو ناامنیو د وردګو اوسیدونکي اندیښمن کړې
    کب 16, 1392
    نورهم ولی...
  • د وردګو په چاودنه کې ۴ پولیس افسران ووژل شول
    کب 3, 1392
    نورهم ولی...
  • په نرخ کې دې د ۱۸ ملکیانو د وژنې سمه څیړنه وشي
    سلواغه 7, 1392
    نورهم ولی...
ډیر خبرونه
anadolu casino - agario unblocked grandpashabet

موږ سره اوسی

Tweets by @TOLOnews

رایه ورکړی

آیا په ټاکنو کې به رایه ورکړئ؟
  • رای های پیشین
  • پایلې
  • د طلوع ټلویزیون تاریخچه
  • خبرتیاوی
  • زمونږ سره اړيكې