د ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، د یکشنبې په سهار په جلال آباد ښار کې د ماین د چاودنې له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او یو پولیس افسر ټپي دی.
د ننګرهار د والي ویاند، احمد ضیا عبدالزي وويل، چې دا پیښه د جلال آباد ښار په څلورمه حوزه کې رامنځته شوې او چاودیدونکي توکي په کثافاتو کې ځای پر ځای شوي و. هغه وویل، چې د پیښې قربانیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
عبدالزی زیاتوي، چې د برید موخه په سیمه کې د ملي اردو یوه پوسته وه. د چارواکو په وینا، پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. تردې دمه کومې ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخستی.