ددغو ستونزو په اړه يو لړ نظرونه شتون لري، د ټاکنو خپلواک کميسيون د دغه بهير د دريدو لامل د ټاکنيزو ډلو د څارونکو ترمنځ د نظرونو داختلاف له امله بولي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند، نور محمد نور په آند دا بهیر به ډیر ژر بیرته پیل شي. "د دواړو ټاکنیزو ډلو تر منځ د رایو د بیا څیړنو په اړه یو لړ د نظر توپیرونه شتون لري، د همدې له کبله دا بهیر ځنډیدلی دی."
له بلې خوا د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله په دغه بهير کې د يو لړ بې نظميو د شتون خبره کوي او وايي له همدې امله په دې بهير کې د ښه نظم د رامنځته کولو لپاره د ملګروملتو سازمان او د ولسمشرۍ د دواړو ټاکنيزو ډلو د غړو ترمنځ غونډه جوړه شوه او د پنجشنبې په ورځ به دغه بهير له سره پيل شي.
دعبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی، وحید عمر وايي، "په بهیر کې لږ ګډوډۍ وې، دواړو ډلو له ملګرو ملتونو سره هوکړه کړې چې بهیر باید وځنډول شي، تر څو د نظم د راوستو په اړه خبرې اترې وشي."
خو د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله د دغه بهير درول د ملګروملتو سازمان په غوښتنې پورې اړوند بولي.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی، داوود سالطان زوی وايي، "هر څارونکی د بیا څیړنې په بهیرکې بیلا بیل کارونه پر مخ وړي، ملګرو ملتونو دا بهیر وځنډول تر څو د هر څارونکي ځانګړې دنده ځرګنده شي، او دا بهیر په غوره توګه مخکې لاړ شي."
که څه هم ويل کيږي چې ددغه بهير د درولو اصلي لامل د يوه بهرني وګړي څارنه کول دي چې د څارنې کارت يې نه درلود له همدې امله د اشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله هم وايي دغه بهرني وګړي د ملګروملتو سازمان ته ناسم مالومات ورکول او د دواړو ټاکنيزو ډلو ترمنځ يې دنظر
اختلافات رامنځته کول خو د عبدالله عبدالله ټاکنيزه ډله دا يوه پلمه بولي.
وحید عمر وايي، "یو متل دی چې بهانه ګر په هیڅ ځای کې بې بهانې نه پاتې کیږي، دا هم یواځې یوه بهانه ده. که څه هم تاسو ګویا یۍ چې په لسګونو بهرنیان کمیسیون ته راځي او د له بیاڅیړنې نه څارنه کوي. دا بهرنی د ښاغلي عبدالله د ټاکنیزې ډلې یو څارونکی وو، چې کارټ یې نه درلودل، خو نن دا ستونزه حل شوه."
د ټاکنو خپلواک کميسيون هم سه شنبې په مازديګر د دغه بهرني وګړي د څارنې په اړه د جنجالونو رامنځته کيدل تاييدوي او وايي دغه بهرنی وګړی د څارنې له کارت پرته د څارنې ځاي ته ورغلی و خو له پلټنو وروسته د ملي امنيت کارکونکو نوموړی له ځان سره بوته ترڅو دغه مسله روښانه شي.