د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، چې سيمه ايزو پوليسو په دغه ولايت کې يو هلک او نجلی په ډزو ووژل. هغوی وویل دا هلک او نجلی ددې ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې له موټر څخه راښکته شوي او وروسته د سيمه ايزو پوليسو په پوسته کې تر ځورونې وروسته وژل شوي دي.
بلخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون دا پيښه غندي او په دې اړه د څيړنو غوښتنه کوي. په دې وروستيو کې په بغلان ولايت کې د ښځو په وړاندې ډير تاوتريخوالي شوي دي، د بغلان د ولايتي شورا غړي وايي دا ځل ځايي پوليسو د شنبې په ورځ د بغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې يو هلک او يوه نجلۍ له شکنجې وروسته په ډزو سره ووژل.
د بغلان د ولایتي شورا یوه غړې، ندا کیهاني وویل:«د بغلان پیښه ډیره بږنونکې وه، محلي پولیسو دوه ځوانان له موټر څخه ښکته کړل او وروسته یې په خپله پوسته کې ووژل، د بغلان پولیسو ددغې پیښو مخنیوی ونکړ نو دا پیښه باید په جدي توګه تعقیب شي.»
له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په بغلان ولايت کې د دوو ځوانانو د وژل کيدو په اړه انديښنه څرګندوي او له حکومت څخه غواړي د دې پيښې د عاملينو په نيولو کې اقدام وکړي.
د بشري حقونو د کمیسون غړې، قدیره یزدان پرست وايي:«د بشري حقونو کمیسون ددې پیښې په اړه ډیر اندیښمن دی، په هغو سیمو کې چې دولت دی، نظام شتون لري، دا شان پیښې رامنځته کیږي.»
له دې مخکې د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دغه دوه ځوانان له کور څخه له تيښتې وروسته د ځايي اوسيدونکو لخوا نيول شوي او د قومي مشرانو د پريکړې له مخې په ډزو سره وژل شوي دي.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندان، جنرال امین الله امرخیل وویل:«دا عمل له قانون سره سمون نلري، د دې کار عاملین د حکومت په نظر مجرمان دي.» د بغلان د ولايتي شورا غړي د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالی په کلکه غندي او وايي په داسې حال کې چې په بغلان ولايت کې د قتل څو پيښې شوې خو د دغو پيښو عاملين تراوسه نه دي محاکمه شوي.