د کندهار سیمه ایزو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې په دغه ولایت کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د کندهار د والي ویاند، جاوید فیصل وايي، دا پيښه ددغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه، چې یو تراکتور د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.
جاوید فیصل زیاتوي:«وژل شوي کسان پلار او ځوی ول او ددې سړي بل ځوی په دې پيښه کې ټپي شوی هم دی، خو ټپيان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.»
تراوسه پورې کومې ډلې ددغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. بلخوا ددغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې پرون ورځ د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری مړ او درې نور ټپیان شول.
ده زیاته کړه، دا چاودنه هغه مهال وشوه، چې د ملي اردو د سرتیرو موټر د سړک غاړې په یوه ماین ور برابر شو.