د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به کله ترسره شي؟
د ۱۳۹۳ کال د وري ۱۶
ولسمشرۍ ټاکنې څه ته وايي؟
د ولسشمرۍ ټاکنې یوه ولسواکه پروسه ده او د افغانستان وګړي له دغې لارې خپل راتلونکی ولسمشر، لومړی او دوهم مرستیالان ټاکلی شي. ولسمشریزې ټاکنې هر پنځه کال وروسته یو ځل ترسره کیږي، دا ټاکنې د ملي شورا د ټاکنو په شان عادلانه، عمومي او سري ترسره کیږي. د افغانستان سیستم ریاستي دی چې د دولت ریس نیغ په نیغه د خلکو لخوا ټاکل کیږي. ولسمشر د دغه سیستم په اساس مکلف دی چې د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون عملي او د ولس ملي ګټې وساتي.
په ریاستي سیتم کې ولسمشر د وسله وال ځواک اعلي سرقومندان هم بلل کیږي. نوموړی د لویې جرګې د راغوښتلو، د وزیرانو او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د انتصاب، د قوانینو د توشیح، د کمیسونونو د جوړښت او د بیړنیو حالاتو د اعلانیدو او ختیمدو صلاحیت هم لري.
د ولسمشر د مرګ یا نه شتون په صورت کې د هغه دوه مرستیالان د هغه دندې پر مخ بیایي. دواړه مرستیالان د ولسمشر سره یو ځای په ټاکنو کې برخه اخلي.
د ولسمشرۍ یو نوماند څنګه په ټاکنو کې بریالۍ کیږي؟
هر کاندید چې څه باندې پنځوس سلنه رایې د آزادو، عادلانه او سري ټاکنو له لارې څه باندې پنځوس سلنه رایې ترلاسه کړي هغه د افغانستان ولسمشر بلل کیږي. د ولسمشرۍ نوماندان باید له څلویښتو کلونو ډیر عمر ولري، افغاني تابعیت ولري او پر جنګي جرمونو تورن شوی نه وي.
که چیرې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هیڅ یو کاندید له پنځوس سلنې ډیرې رایې ترلاسه نکړي، ټاکنې دوهم پړاو ته ځي او دا انتخابات باید د دوو اونیو په ترڅ کې ترسره شي. د انتخاباتو په دوهم پړاو کې دوه نوماندان چې تر نورو یې ډیرې رایې ګټلي ګډون کولی شي. د ټاکنو ګټونکی نوماند د هیواد د ولسمشر په توګه د سوګند ادا کوي.
ولسمشر د څومره مودې لپاره ټاکل کیږي؟
د ۲۰۰۴ میلادي کال د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر د ولسمشرۍ دوره د پنځم کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه له نویو ټاکنو وروسته پای ته رسیږي. نوې ټاکنې نږدې شپیته ورځې وړاندې ترسره کیږي.
که چیرې ولسمشر استعفا وکړي یا ونشي کولی خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي، د هغه لومړۍ مرستیال د موقت ولسمشر په توګه ټاکل کیږي. په داسې وخت کې د دریو اونیو په موده کې باید ټاکنې ترسره شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال قانون توشیح کولی نشي، د کوم وزیر د ګوښه کولو او د رفرندوم د علانولو صلاحیتونه نلري.
د ولایتي شورا ټاکنې څه ته وايي؟
د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه د ولایتي شورا کوربانه دي. د ولایتي شورا غړي نیغ په نیغه د هغه ولایت د رایه ورکونکو لخوا ټاکل کیږي. د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون په اساس د ولایتي شورا ګانو موخه د دولت د پراختیایي موخو په ترلاسه کولو کې برخه اخیستل او د ولایتي چارو رغول دي.
ولایتي شوراګانې له دولتي ادارو سره نږدې همکاري لري چې والي یې ریس دی او هغه د ولسمشر لخوا ګمارل کیږي. له ولایتي شورا څخه یو کس د یوې څلور کلنې دورې لپاره مشرانو جرګې ته ور پیژندل کیږي.
د ولایتي شوراګانو ټاکنې هر څلور کاله وروسته یو ځل ترسره کیږي. د ولسمشریزو او ملي شورا د انتخاباتو په څیر د ولایتي شورا ټاکنې پټې، رڼې او په ازاد ډول ترسره کیږي.
د ولایتي شورا څوکۍ د هر ولایت د نفوس په اساس ځانګړې کیږي. د ولایتي شورا د څوکیو تشکیل له اوو تر ۳۱ پورې دی.
له ۵۰۰۰۰۰ لږ اوسیدونکي ۷ غړی
له ۵۰۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰۰ ۱۳ غړی
له ۱۰۰۰۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰۰ ۱۹ غړی
له ۲۰۰۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰۰۰ ۲۵ غړی
له ۳۰۰۰۰۰۰ ډیر اوسیدونکي ۳۱ غړی
په هر ولایت کې حد اقل یو پر څلورمه برخه څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې دي. ښځې له نارینه وو سره په مساوي ډول په سیالۍ لاس پورې کوي. خو که چیرې ښځې په کافي څوکۍ ترلاسه نکړي، د ولایتي شورا وروستۍ څوکۍ ښځینه غړو ته ځانګړۍ کیږي.
څوک رایه ورکولی شي؟
هر هغه کس اتلس کاله عمر ولري، د افغان وي، د افغانستان تذکره ولري او سیاسي او مدني حقونه یې د کومې محکمې لخوا لغوه شوي نه وي، د رایه ورکونې حق لري.
د رایه ورکولو لپاره کومو اسنادو ته اړتیا ده؟
هغه کسان چې د ۲۰۰۳، ۲۰۰۴، ۲۰۰۵، ۲۰۰۸، ۲۰۱۰ یا هم د ۲۰۱۳ کلونو د رایه ورکونې کارتونه ولري، په ټاکنو کې ګډون کولی شي.
د رایه ورکونې د مرکزونو کارکوونکي ددې ډاډ د ترلاسه کولو لپاره چې تاسو بیاځلې رایه ورنکړی، ستاسو کارت او ګوتې په نښه کوي.
چیرته رایه ورکولی شو؟
د هر ولایت اوسیدونکی چې نوم لیکنه یې کړي وي په خپل ولایت کې رایه ورکولی شي. خو که چیرې رایه ورکونکی کوچی وي، هغه په هر ولایت کې چې وغواړي رایه ورکولی شي.
کله رایه ورکولی شم؟
د ۱۳۹۳ کال د وري په ۱۶ به د یوې ورځې لپاره د رایه ورکونې مرکزونه د رایه ورکونکو پر مخ خلاص وي.
د رایه ورکونې مرکزونه څنګه تشکیل شوي دي؟
د رایه ورکونې په هر مرکز کې د ښځو او سړیو لپاره د رایه ورکونې ځایونه جلا جلا جوړ شوي دي. په ځینو مرکزونو کې د کوچیانو لپاره هم ځایونه په پام کې نیول شوي او په یو شمیر ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون د کوچیانو لپاره د رایه ورکونې جلا مرکزونه رامنځته کړي دي.
د رایه ورکونې په یوه مرکز کې له ۶۰۰ ډیر کسان د رایه ورکونې حق نلري.
څوک د ټاکنو د بهیر څارنه کوي؟
د رایه ورکونې د مرکزونو کارکوونکي هغه کسان دي چې د سیمه ایزو همغږي کوونکو تر څارنې لاندې کار کوي. د رایه ورکونې د مرکزونو ټولې چارې دوی پر مخ بیایي.
د رایه ورکونې هر مرکز د لاندې کسانو لپاره دی:
د رایه ورکونې هر مرکز غړي په لاندې ډول دي:
څنګه رایه ورکړو؟
هر رایه ورکونې باید د رایې د ورکولو پر مهال یواځې ووسي. هیڅوک د بل چا په استازیتوب د رایې د ورکونې حق نلري. هر رایه ورکونکی باید د پردې تر شاه په محرمانه ډول خپله د رایه ورکونې پاڼه په نښه کړي. په ګروپي ډول رایه ورکونې جواز نلري. زړو ناتوانه او کمزور ښځو او نارینه وو ته په رایه ورکونه کې لومړیتوب ورکول کیږي. رایه ورکونکې د خپله رایې له ورکړې وروسته باید د رایه ورکونې له مرکز څخه ووځي.
آیا ښځې رایه ورکولی شي؟
د افغانستان د اساسي قانون پر اساس د نارینه وو په شان ښځې هم د هیواد وګړي دي، نو دوی هم کولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي او خپله رایه د یوه ځانګړي کاندید په ګټه وکاروي. ښځو لپاره د رایه ورکونې داسې مرکزونه چې ښځینه کارکوونکي لري، ځانګړي شوي دي. د نوم لیکنې پر مهال اړینه نه ده چې د ښځې عکس باید د هغې پر کارت باندې واوسي او د ښځو د رایه ورکونې کارتونه د ښځینه امنیتي کسانو لخوا لیدل کیږي.
رایې څنګه شمیرل کیږي؟
د رایه ورکونې مرکزونو تر بندیدو وروسته په کې د رایو د شمیرنې لړۍ پیلیږي. د رایه ورکونې د هر فرعي مرکز ریس د خپل مرکز د پلانولو مسوول دی.
لاندې کسان باید د رایو د شمیرنې پر مهال شتون ولري:
که چیرې زه ځانګړې اتیاوې ولرم (معیوب ولرم)، رایه ورکولی شم؟
د ټاکنو خپلواک کمیسون د ملي اردو، پولیسو، معیوبینو، بندیانو، ناروغانو او هغه کسان چې له خپلو مدني او سیاسي حقونو نه وي محروم شوي، ځانګړې تابیاوې ترلاس لاندې لري.