د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارلانشا ریس، ضیا الحق امرخیل وايي، ښايي د راتلونکې میاشتې په څوارلسمه نېټه امنیتي ادارې د ټاکنو امنیت د ټینګښت د څرنګوالي په اړه د خپلو ارزونو او څیړنو پایلې له دغه کمیسون سره شریکې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسون ۱۶۰۰ مالومات ورکونکي په دندو ګمارلي دي ترڅو کلیو ته لاړ او خلک په ټاکنو کې برخې اخیستلو ته وهڅوي. د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د خپل چمتوالي خبر ورکوي.
خو لا ناامني د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو په وړاندې ستره ننګونه بلل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون څلور میاشتې وړاندې د رایه ورکونې مرکزونو نوملړ له امنیتي ادارو سره شریک کړی وو، خو اوس ددغو ادارو د وروستیو څیړنو انتظار کېږي.
ضیاء الحق امرخیل وايي: «کمیسون په رسمي توګه له امنیتي ادارو غوښتي چې د ټاکنو امنیت د ټینګښت په اړه د مرغومي د میاشتې تر ۱۵ پورې موږ ته خپلې وروستۍ او دقیقې رپوټ راکړي، دا ارزونې باید سمې ترسره شوې ووسي او سراسري ټاکنې باید په کې په پام کې نیول شوې وي.»
هغه وویل: «د ټلویزونونو او راډیو ګانو له لارې به د پوهاوي پراخ پروګرامونه پیل کړو او همداراز موږ په ټول هیواد کې ۱۵۹۰ مبلغان په دندو ګمارلي دي، دا کسان به کلیو او ولسوالیو ته ځي او خلک به په ټاکنو کې ګډون کولو ته هڅوي.»
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته له څلورو میاشتو لږه موده پاتې ده. د یولس نوماندان به د جمهوري ریاست څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ددغو ټاکنو پر مهال له یوه بل سره سیالۍ وکړي.