د ټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی لري. د ټاکنو خپلواک کمیسون د دارالانشا ریس، ضیا الحق امرخیل وايي، د کمیسون ټول پروګرامونه له پلان سره سم پر مخ ځي او تراوسه پورې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوی.
د ټاکنو د نېټې په رانېږدې کیدو سره د ترسره کولو لپاره یې چمتوالي ډیریږي. د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، چې په مسلکي او تدارکاتي برخو کې پوره چمتوالی نیولی او تردې مهاله دغو برخو کې هیڅ ستونزې شتون نلري.
امرخیل وايي:«د کمیسون ټول پروګرامونه له پلان سره سم پر مخ ځي، لومړی پړاو نوم لیکنه وه چې په سمه توګه ترسره شو، د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر سم پر مخ ولاړ او د کاندیدانو وروستی نوملړ اعلان شو او همداراز په رای پاڼو د نوماندانو ځایونه مالوم شول، کمیسون په لوژستیکي برخو او خپلو تدابېرو فکر وکړ د موادو مشخصات او کیفیت یې په پام کې ونیوه.»
نوموړی په ټاکلې نیټې د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکوي او زیاتوي چې کمیسون غواړي چې ټاکنې ټولو ته د منلو وړ وي.
ښاغلي امرخیل وویل:«موږ د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې انشا الله ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي. ښې ټاکنې به ترسره شي او د ښو ټاکنو لپاره ښه تدابېر په پام کې نیول شوې دي.»
د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د وري په شپاړسمه نېټه ترسره شي او دا به د افغانستان په تاریخ کې له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر د سیاسي واک لومړی لېږد وي.